د ا.ا ځواکونو یو ځل بیا په کابل کې د ښځو د اعتراض مخه ونیوله

له ځنډ وروسته یو‌شمېر ښځو نن یو ځل بیا په کابل کې سرکونو ته راووتلې او د «ډوډۍ، کار او ازادۍ» شعارونه یې ورکړل. دوی د بې‌وزلۍ د پراخېدو او د اسلامي امارت له لوري پر ښځو د محدودیتونو د دوام په غبرګون کې اعتراض وکړ. ټاکل شوې وه دغه اعتراض په «حاجي یعقوب» څلور لارې کې وشي، خو د ا.ا د ځواکونو له لوري یې مخه ونیول شوه.

د ا.ا ځواکونو او د عطا محمد نور د خوريي ترمنځ نښته کې مرګ ژوبله اوښتې

پرون د مزار شریف ښار په مرکز کې د « سه دوکان» پر جومات له خونړۍ برید وروسته د اسلامي امارت ځواکونو او د بلخ د مخکیني والي عطا محمد نور د خوریي سهیل زمري او د جمعیت اسلامي ګوند د انشعابي څانګې د مشر ترمنځ نښتې پیل شوې چې په پای کې دا نښته د سهیل زمري په وژل کېدو پای ته ورسېد. دا نښته پرون ماښام شاوخوا ۷ بجې رامنځته شوې وه.

د پنجشېر اوسېدونکو د یوه ځوان د وژلو په غبرګون کې لاریون وکړ

په پنجشېر کې  سرچینې وایي چې د دغه ولایت لسګونو اوسېدونکو  د یاد ولایت په عنابه ولسوالي کې د اسلامي امارت ځواکونو له‌خوا د یوه ځوان د وژل‌کېدو په غبرګون کې لاریون وکړ. د سرچينې په وینا، لاريون نن له غرمې وروسته پيل شو او د شپې تر اوو بجو يې دوام وکړ.