باختر خبري اژانس خبر ورکړی چې د اسلامي امارت ځانګړو ځواکونو د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د شيعه ګانو پر جومات د بريد طرحه کوونکی کس نيولی دی. باختراژانس په دې اړه نور جزیات نه دي لیکلي.

دا په داسې حال کې ده پرون چې ماسپښین د مزارشریف ښار د روضې په شمال کې د سه دوکان جومات دننه چاودنه وشوه. دا جومات شیعه ګانو پورې اړوند دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

سرچینو ویلي، د دې چاودنې په پایله کې شاوخوا ۴۰ کسان وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي.د دې برید مسوولیت د اسلامي دولت نومې ډلې يا «داعش» پر غاړه اخیستی او ادعا یې کړی چې چاودنه کې يې له ۱۰۰ زیات کسان وژلي دي.

دې چاودنې د هېواد دننه او بهر کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي. پرون کابل، ننګرهار او کندوز ولایتونو کې هم چاودنې وشوې او په ترڅ کې یې خلکو ته مرګ وژبله هم واوښته.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام