له سویډن وروسته ډنمارک کې هم د قرانکریم یوه نسخه سوځول شوې
راسموس پالودان چې سویډن کې د ترکیې سفارت مخې ته د قران یوه نسخه سوځولې وه، تېره ورځ یې د ډنمارک پلازمېنې کوپنهاګن کې د یوه جومات مخې ته د قران یوه بله نسخه هم سوځولې ده.
دغه سیاستوال د روانې جنورۍ په ۲۱مه هم سویډن کې د ترکیې سفارت مخې ته د قرانکریم یوه نسخه سوځولې وه.