د خوست ولايت يوشمېر مدني فعالانو، ځوانانو او مشرانو نن په دغه ولایت کې د ضیا ودان د ترور په غبرګون کې اعتراض وکړ او د خوست ولایت د مقام دروازې په ګډون یې د دغه ولایت ټولې دولتي ادارې وتړلې.

د معترضانو له ډلې زين‌الله او راشد همدرد وايي، له تېرو دوو مياشتو راهیسې د پلازمېنې کابل په ګډون، په ټولو ولايتونو کې هدفي وژنې او ترورونه ډېر شوي دي.

دوی له امنیتي ادارو غواړي چې د ضیا ودان قاتلان ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري. معترضان وايي، که د نوموړي قاتلان ونه نیول شي، حکومت یې مسوول دی او باید ځواب ووايي.

معترضانو په خپلو شعارونو کې ليکلي وو چې «د حکومت مرکزي اداره او چارواکي زموږ په وژنو کې شريک دي او یاده اداره دې د ضيا ودان قاتلان ونيسي».

د دغه اعتراض یوه بل ګډونوال فريدالله قربان وویل چې حکومت او طالبان دواړه دې د ولس له وژنو او ترور نه لاس واخلي او په وینا یې، د جګړې د دوام پر ځای دې، په خپلو کې سوله وکړي.

ضيا ودان د عامه ساتنې ملي تصدي د ویاندۍ ترڅنګ، مدني فعال او لیکوال و چې د یوه پرمختللي، امن او سوکاله افغانستان هیلې یې له ځان سره ګور ته یووړې.

هغه پر ټولنیزو رسنیو نه یوازې د نظام، ملي ځواکونو او افغانستان په ننګه، بلکې د حکومت او چارواکو پر وړاندې یې هم لیکنې کولې. نوموړی درې ورځې وړاندې دندې ته د تګ پر مهال د چسپکي ماین په چاودنه کې ووژل شو.

ضیا ودان د مور یوازینی زوی و چې دوه مېرمنې، پنځه لورګانې او یو درې میاشتنی زوی ترې پاتې شو. د نوموړي ترور پر ټولنیزو رسنیو ګڼ غبرګونونه را وپارول او د ولسمشر غني په ګډون، ډېرو چارواکو د هغه ترور وغنده، خو د ودان کورنۍ او خویندو بیا له حکومت نه د هغه د قاتلانو د نیولو او سزا ورکولو غوښتنه وکړه.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام