د هرات پوهنتون ښځینه زده‌کړیالانو کابل کې پر «کاج» ښوونیز مرکز خونړي برید ته په غبرګون کې نن اعتراضیه لاریون وکړ.

لاریون کوونکو نن (یکشنبه، تلې لسمه) د هرات پوهنتون مخې ته د «زده‌کړه زموږ حق دی»، «نسل وژنه ودروئ» او «چوپتیا خیانت دی» شعارونه ورکول او پر ښوونیزو مرکزونو د بریدونو د درېدو غوښتنه یې کوله.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په ورته مهال لاریون کوونکي وايي، کله یې چې غوښتل د هرات د والي دفتر پر لورې لاړې شي، د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري یې مخه نیول شوې او ځینې اعتراض کوونکې یې له ځان سره هم بېولي دي.

د اعتراض کوونکو په وینا، د نیول شویو نجونو په اړه معلومات نه‌لري.

په همدې حال کې معترضو زده‌کړیالانو پر کاج ښوونیز مرکز د برید غندلو ترڅنګ له اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړه چې د ښوونیزو مرکزونو امنیت ټينګ کړي او افغانستان کې نسل وژنې ته د پای ټکی کېږدي.

پرون شنبه د تلې نهمه د کابل دشت‌برچي سیمه کې هم یو‌شمېر ښځو او زده‌کړیالانو پر کاج ښوونیز مرکز د برید په غبرګون کې کې اعتراض وکړ.

د اسلامي امارت ځواکونو دغه اعتراضیه لاریون هم وځپه او خبریالانو ته یې د پوښښ اجازه ورنه‌کړه.

د تېرې جمعې پر ورځ د (تلې اتمه) د کابل په لوېدیځ دشت‌برچي سیمه کې پر کاج ښوونیز مرکز د یوه ځانمرګي برید پرمهال ۳۵ کسان ووژل شول او ۸۲ هم ټپیان شول.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

د پېښې ډېری قربانیان نجونې او ځوانې ښځینه زده‌کوونکې وې. تراوسه د دغه برید مسوولیت کوم چا یا ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام