د فاریاب پوهنتون هغه زده‌کړیالان چې د دغه پوهنتون په لیلیه کې اوسېږي، له لیلیې څخه د دوی د ایستلو په غبرګون کې نن اعتراض کړی دی.

اعتراض کوونکي وايي چې د پوهنتون مسوولانو په لیلیه کې ډوډۍ بنده کړې او په یوه مکتوب کې یې له زده‌کړیالانو غوښتنه کړې چې لیلیې څخه ووځي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یوه اعتراض کوونکي سراج‌الدین سلام‌وطندار ته و لیي چې د پوهنتون مسوولانو څو ورځې وړاندې د لیلیې ډوډۍ بنده کړه او اوس غواړي چې زده‌کړیالان له لیلیې څخه وباسي.

نوموړي زیاته کړه چې د پوهنتون مسوولانو پرېکړه کړې، څو د لیلیې ودانۍ د شرعیاتو او حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ته ورکړي.

د فاریاب پوهنتون یو بل زده‌کړیال دادالله محمدي بیا وايي چې اعتراض څخه د زده‌کړیالانو موخه د خپل حق غوښتل دي او د اسلامي امارت مسوولان یې باید غږ واوري.

د نوموړي په وینا، هغه کسان زده‌کړیالان چې لیلیه کې مېشت دي، له نورو ولایتونو څخه راغلي او کومې ډلې او ګوند پورې تړاو نه لري. دغه اعتراض کوونکي وايي، که چېرته یې غوښتنو ته پام ونه‌شي، اړ دي چې خپلې زده‌کړې په نیمه کې خوشې کړي.

په ورته وخت کې د فاریاب پوهنتون رییس فیروز ازبیک کریمي وايي، د درسي ټولګیو د کمښت له امله زده‌کړیالانو ته یوازې یوه یادونه شوې او له لیلیې څخه د زده‌کړیالانو د بهر ایستلو هوډ نه لري.

د نوموړي په وینا، زده‌کړیالانو د دوی له همغږۍ پرته اعتراض کړی او اعتراض کوونکو سره له لیدنې وروسته ستونزه حل شوې ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د فاریاب پوهنتون هغه زده‌کړیالانو چې لیلیه کې اوسېږي خبرداری ورکړی، که غوښتنو ته یې پام ونه شي، اړ دي چې زده‌کړې خوشې کړي او کار پسې نورو هېوادونو ته لاړ شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام