د فاریاب مرکز میمنې ښار کې د سړک غاړې یوشمېر لاس پلورونکي په دغه ولایت کې د توکو د بیو لوړېدو له امله اندېښنه څرګندوي او د اسلامي امارت له مسوولانو غواړي چې دغې برخې ته جدي او بېړنۍ رسېدنه وکړي.

ګل‌محمد چې د میمنې ښار د لاس پلورونکو له ډلې یو دی وايي، د توکو د بیو لوړېدل چې ویني، له خدایه ځان ته مرګ غواړي. نوموړی د وزګارتیا او لوږې له امله شکایت کوي او وايي چې د خلکو وضعیت اندېښمنونکی دی او د خوړو لپاره ډوډۍ نه لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال سیف‌الله چې په میمنې ښار کې د رېکشا جلوونکی دی، وايي چې له سهاره تر ماښامه کار کوي، خو نه شي کولای د یوې وچې ډوډۍ پیسې پیدا کړي. نوموړی زیاتوي چې اسلامي امارت په روانې تګلارې نه شي کولای حکومت وکړي او شته ستونزې هوارې کړي.

عمر خوړلی قدرت‌الله چې په تېر کې به یې په دغه ښار کې د لاسي ګاډۍ د جلولو پر مټ د خپل ژوند اړتیاوې برابرولې، اوس یوې مړۍ ډوډۍ ته محتاج دی. دغه سپین ږیری زیاتوي چې د خوراکي توکو په لوړېدو سره، له دې وروسته نه شي کولای خپلې کورنۍ ته ډوډۍ پیدا کړي. نوموړی وايي، که چېرته ورته پاملرنه ونه شي، له خپلې کورنۍ سره به یوځای له منځه لاړ شي.

په ورته مهال محمد ابراهیم چې په میمنې ښار کې یو کسب‌کار دی وايي، یوازینۍ هیله یې اوسنی حکومت و، خو زیاتوي چې حکومت هم ځواب کړي، ځکه د اسلامي امارت چارواکو ویلي چې له حکومت څخه بلکې له خدایه دې مرسته او ډوډۍ  وغواړي.

دغه اندېښنې په داسې حال کې دي چې د هرې ورځې په تېرېدو سره د ډالرو پر وړاندې افغانۍ خپل ارزښت له لاسه ورکوي او دغه چاره د دې لامل شوې چې د لومړنیو توکو بیې لوړې شي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بل‌خوا د فاریاب ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس اسد‌الله وقاص وايي چې د امکان تر بریده به د خلکو اړتیاوې پوره کوي. د نوموړي په وینا، په نږدې راتلونکې کې غواړي له مرستندویه بنسټونو سره یوځای د اړمنو کسانو لپاره یو لړ پلانونه تر لاس لاندې ونیسي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام