یوشمېر هغه زده‌کړیالان چې له پوهنتونونو د فراغت په درشل کې دي وايي، تمه نه لري چې د هېواد د کار بازار کې به ځای ومومي. دوی د اسلامي امارت له مسوولانو غواړي چې د کار اسانتیاوې ورته برابرې کړي.

د کابل په يوه خصوصي پوهنتون کې د دري ژبې او ادبياتو پوهنځي زده‌کړیال محمداصف وايي، په څو مياشتو کې به د لېسانس دوره بشپړه کړي، خو اندېښمن دی چې په خپله برخه کې به ورته کار پیدا نه‌شي او بې‌برخلیکه به پاتې شي.

د سلا‌‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاتوي: «تازه مې چې پوهنتون پیل کړی و، ډېر هیله‌مند وم چې له فراغت وروسته به ځان ته کار ومومم او خپلو خلکو ته به خدمت وکړم، خو وروستیو بدلونونو ناهیلی کړی یم. اوس د تېر په پرتله په دې څانګه کې د کارموندنې اسانتیاوې ډېرې کمې دي.»

سمېع‌الله چې د کابل پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي د وروستي کال زده‌کړیال دی وايي، تر بل هر وخته یې اوس په هېواد کې د کار موندلو هیله له لاسه ورکړې او په خبره یې: «ملګري مې چې تېرو کلونو کې فارغ شول، تر اوسه وزګاره دي. موږ په څومره سختۍ لوړې زده‌کړې وکړې؛ دا زموږ زده‌کړیالانو لپاره لویه اندېښنه ده.»

سهراب بیا د یوه خصوصي پوهنتون د انجینري پوهنځي زده‌کړیال دی. هغه وايي، که د کار اسانتیاوې ورته برابرې نه‌شي، د پوهنتون څلورکلنه خواري به یې په اوبو لاهو شي.

دغه زده‌کړیال وايي: «د زده‌کړیالۍ دوره مو په ډېرې سختۍ تېره کړه. شپه او ورځ مې په یوه انګېزه درس لوست. ځینې وخت به مې د لارې خرچه نه شوای پیدا کولای. هیله مې وه چې له فراغت وروسته به کار ومومم. غوښتنه مې دا ده چې د کار اسانتیاوې دې برابرې کړي، څو ځوانان بهر ته ولاړ نه‌شي.»

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو شنونکي وايي، له پوهنتون څخه فارغ شویو کسانو ته د کاري اسانتیاوو نه ‌برابرېدو د وزګارتیا کچې لوړېدو او د ناغوښتل شویو کډوالیو لامل کېږي. د اقتصادي چارو شنونکی عبدالوفي نایب‌زی وايي: د زده‌کړیالانو لپاره د کار نه پیدا کېدو د بې‌وزلۍ کچه زیاته کړې او د ملت او دولت ترمنځ یې هم واټن ډېر کړی چې دا په ټولنه کې د جرمونو کچه لوړوي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د سلام‌وطندار خبریال هڅه کړې چې په دې اړه د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولانو نظر هم واخلي، خو له پرلهپسې اړیکو سره سره نه‌دی بریالی شوی.

د خپرو شویو شمېرو له مخې، په ټول هېواد کې له دولتي پوهنتونونو څخه هر کال ۳۶ زره او ۶۰۰ او له خصوصي پوهنتونونو څخه هم ۱۷ زره او ۶۰۰ زده‌کړیالان فارغېږي، خو ورته د کاري اسانتیاوو نه برابرېدو له کبله یې ډېری هغه بې‌برخلیکه پاتې کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام