Asset 1SWN

افغانستان کې د ناسالمو ماشومانو د زېږون کچه لوړه شوې

ffff

د پروان، کاپیسا او پنجشېر یوشمېر اوسېدونکي په دغو ولایتونو کې د ناسالمو ماشومانو د زېږون شمېر ډېروالي په اړه اندېښنه ښيي. د کاپیسا د تګاب ولسوالي اوسېدونکی عبدالخلیل توحیدیار چې د یوه معلول ماشوم پلار دی وايي، مېرمن یې خپله وه او ښايي د ناسالم ماشوم د زېږون یو لامل همدا وي.

هغه زیاتوي: «زموږ ماشوم سندروم نه لري؛ هغه ماشومان چې داسې زېږول کېږي، اړتیاوې یې باید پوره شي. همدارنګه، باید هڅه وشي چې د کور کارونو کې ونډه ورکړل شي؛ دوه او ان درې نسله وروسته هم ښايي داسې پېښ شي. له خپلوانو سره دې واده نه کېږي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د طبي علومو استاد عزیزاغا عزیزي وايي، د امیندوارۍ پر مهال په خپل سر د درملو کارول او په خپلوانو کې ودونه نړۍ ته د معلولو ماشومانو د راتګ اصلي لاملونه دي.

نوموړی زیاتوي: «هغه خپلوان او کورنۍ چې پېژنم، ماشومان یې معلول دي. ځینې یې ډېر غټ سر لري، سترګې یې راوتلې وي، غوږونه یې غټ؛ دوی کورنۍ او ټولنې ته ور پر غاړه کېږي.»

بله‌خوا د کاپیسا د روغتیا وزارت د رسنیو برخې مسوول لالاګل قادري او د پنجشېر د روغتیا ریاست مرستیال خواجه‌اغا غفوري هم مني چې د معلولو ماشومانو د زېږون کچه لوړه شوې او په خبره یې، په عامې روغتیا وزارت کې ثبت شوې شمېرې هم ښيي چې په ټول هېواد کې د معلولو ماشومانو زېږون زیات شوی دی.

لالاګل قادري وايي: «د کاپیسا د روغتیا ریاست په اړوندو روغتونونو کې د ثبت کتاب پر بنسټ، له ۱۴۰۰ کال څخه د ۱۴۰۲ تر پایه پورې د دغه ولایت په روغتونونو کې ۱۷ پېښې ثبت شوې دي.»

خواجه‌اغا غفوري هم وايي: «هر کال له ۲۰۰۰ تر ۳۰۰۰ ماشومان چې پیدا کېږي، ناسالم وي. له بده مرغه موږ په ۱۴۰۱ کال کې په پنجشېر کې د ناسالم ماشوم د زېږول کېدو یوه پېښه لرله او له نېکه مرغه په ۱۴۰۲ کال کې هېڅ پېښه نه‌ده ثبت شوې.»

د پروان د ولایتي روغتون سرطبیب عبدالخلیل حیدري هم وايي چې د وروستیو دوو کلونو پر مهال په دغه روغتون کې نږدې ۸۵ ماشومان ناسالم زېږېدلي او اصلي لامل یې کورني ودونه، د امیندوارۍ پر مهال د خپلسرو درملو خوړل او اقتصادي ستونزې دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

هغه زیاتوي: «د ناسالمو ماشومانو د زېږون شمېر په ۱۴۰۱ کال کې ۴۳ کسان وو او په ۱۴۰۲ کال کې ۴۴ ته ورسېدل. خلک پر خپل وخت او منظم ډول روغتون ته نه ځي، د خلکو د عامه پوهاوي کچه باید لوړه شي، تمویلوونکې موسسې باید د هغو ځانګړو درملو مرسته وکړي چې امیندواره ښځې ورته اړتیا لري.»

د خپرو شویو راپورونو پر بنسټ، په افغانستان کې له ۲۰۰۰ تر ۳۰۰۰ پورې ناسالم ماشومان په روغتونونو کې زېږېدلي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام