د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس وايي چې د ژمي په رارسېدو سره په افغانستان کې بشري وضعیت خورا خراب شوی او امریکا افغانانو ته د مرستو د لېږد پر لارو جارو بوخته ده چې څه ډول کولای شي، دغه هېواد ته بشري مرستې ورسوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوې خبري ناسته کې وویل چې امریکا له نړیوالو بنسټونو، له ملګرو ملتونو او بېلابېلو هېوادونو سره په دې کار کوي چې څه ډول افغانانو ته بشري مرستې ورسوي او د دغه هېواد د اقتصاد پاشلتیا څخه د مخنیوي لپاره نغدې پیسې ولېږدوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

 نوموړي ټينګار کړی چې د افغانستان اوسنی وضعیت د جګړې، وچکالۍ او بهرنیو مرستو پورې د دغه هېواد د اقتصاد تړاو له امله رامنځ ته شوی او د امریکايي ځواکونو له وتلو وړاندې دغه ستونزې موجودې وې، خو د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته په دغه هېواد کې بشري وضعیت خورا خراب شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند همداراز ویلي، که څه هم امریکا له افغانستان سره د بشري مرستو د تمویل په برخه کې تر ټولو وړاندې دی، خو دغه هېواد په یوازې ځان نه‌شي کولای چې په افغانستان کې بشري ستونزو ته رسېدنه وکړي. نوموړي زیاته کړې چې د سیمې او نږدې هېوادونه باید د افغانستان ناورین ته د رسېدنې لپاره لاس په‌کار شي.

پرایس د امریکا له لوري د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو په اړه څه ونه ویل، خو ویلي یې دي چې د امریکا مالیې وزارت داسې اجازه‌لیکونه صادر کړي چې له مخې یې، نور هېوادونه کولای شي، افغانستان خپلې بشري مرستې ولېږدوي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت په راتلو سره د افغانستان بانک نږدې ۱۰میلیارده ډالره د امریکا له لوري کنګل شوي او دغه هېواد سره د نورو هېوادونو له لوري ژمنې شوې مرستې هم پرې درول شوې دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې نړیوالو بنسټونو په وار وار په افغانستان کې د بشري ناورین د پېښېدو خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، که چېرته له دغه هېواد سره بېړنۍ بشري مرستې ونه شي، انساني ناورین به رامنځ ته شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام