د بدخشان دولتي پوهنتون یوشمېر زدهکړیالانو د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري د دوی د وهلو او ډبولو په غبرګون کې اعتراض کړی دی.
دغه معترض زدهکړیالان وايي چې بېګاه شپه د اسلامي امارت ځواکونه د دوی لیلیې ته ورغلي او د تراویح لمونځ د نه ادا کولو له امله یې وهلي او ډبولي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دوی همداراز وویل چې دوه زدهکړیالان د سختو وهلو له امله ټپیان او د بدخشان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي. زدهکړیالان وايي، داسې حال کې چې لمونځونه یې کړي وو، خو د اسلامي امارت ځواکونو له لوري د لمونځ نه کولو په شک ووهل شول.
د بدخشان پوهنتون زدهکړیال حبیبالله وايي چې دوی لمونڅونه کړي وو او سبانۍ ازموینې ته پر چمتووالي بوخت چې د اسلامي امارت ځواکونه کوټې ته ورننوتل او پر دوی ګوزارونه وکړل.
هغه زیاتوي چې حکومتونه په زور نه کېږي او که چېرته داسې وای، نو مخکیني حکومت به څه کړي و. حبیبالله د اسلامي امارت له ځواکونو غواړي چې له خلکو سره نېکه چلن وکړي او هر کار چې کوي باید له وړاندې اړوندې ادارې ته خبرتیا ورکړي.
له دې سره د امربالمعروف او نهیعنالمنکر وزارت ویاند عاکف مهاجر وايي، هغه کسان چې دغه قضیه کې ښکېل وو نیول شوي او تر څېړنو لاندې دي. هغه وویل، نیول شوي کسان امربالمعروف وزارت پورې اړوند نه وو.
په ورته وخت کې د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معزالدین احمدي هم دغه موضوع تاییدوي او وايي، پېښه تر څېړنې لاندې ده. د یادونې ده چې د اسلامي امارت له لوري پر پوهنتونونو د محدویتونو لګولو تل د زدهکړیالانو او استادانو نیوکې راپورته کړي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
تر دې وړاندې د ږیرې پرېښودل، د شرعي حجاب مراعتول او د نجونو له لوري د ځیرک ټلیفونونو نه استفاده، له هغو مواردو دي، چې زدهکړیالان یې اندېښمن کړي دي.