د هرات ولایت اړوند ګذرې ولسوالي «پلُ مالان» سرک چې په دغه ولایت کې د جګړې لومړۍ کرښه ده، افغان تازه دمي ځواکونه د طالبانو د بریدونو په شا تمبولو لپاره دغې سیمې ته رسېدلي دي.

وروسته له هغې چې جګړې زور واخیست او طالبانو د هرات ښار تر دروازو پرمختګ وکړ، نن د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین له یو‌شمېر تازه دمو امنیتي ځواکونو سره هرات ته ورغلي دي.

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین عبدالرحمان رحمان وایي چې د امنیتي ځواکونو د لا ښې همغږۍ او د ښار په یوشمېر څنډو کې د طالبانو د بریدونو شنډولو په موخه له مرستندویه ځواکونو سره دغه ولایت ته ورغلی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل: «یو ډاډ تاسو ته درکوم، تر هغو چې مې یو څاڅکی وینه په وجود کې وي، له خلکو، د دوی له مال او امنیت څخه به ساتنه کوم او تاسو ته ډاډ درکوم چې نږدې راتلونکي کې به تاسو ته ښه خبرونه ولرو.»

په ورته مهال د هرات والي عبدالصبور قانع هم وایي چې د هرات ښار په یو‌شمېر برخو کې د طالبانو د پرمختګونو مخه نیول شوې او اوس د «پلُ مالان» په سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.

نوموړی همداراز د هرات ښار اوسېدونکو ته ډاډ ورکوي چې چاڼیز عملیات پیل شوي او ډېر ژر به وضعیت بدلون ومومي.

هغه زیاته کړه: «ګذرې ولسوالي کې د طالبانو د فعالیت مخه نیول شوې او په هغې سیمه کې چې طالبانو ورباندې عملیات درلود، درول شوي او په شا تمبول شوي دي. اوس یوازې په یوه برخه کې له طالبانو سره جګړه روانه ده، د مالان پلُ چې د جګړې لومړۍ کرښه ده او کله نا کله په دغه سیمه کې له ۵-۱۰ مترو پرمختګ او شا تګ کېږي چې ډېر ژر به دغه سیمه ونیول شي.»

بل‌خوا په هرات کې د کومانډو لېوا قومندان محمد ناصر علي‌زی په دغه ولایت کې د پام وړ امنیتي ځواکونو له شتونه څخه ډاډ ورکوي او وایي چې د چاڼیزو عملیاتو په پیل سره به وضعیت کې بدلون راشي.



په هرات ولایت کې د جګړو له پیل سره هم‌مهاله، بېګاه شپه طالبانو د تخار او کندهار ولایتونو د مرکزونو په یو‌شمېر برخو بریدونه کړي دي.

د تخار د پولیسو ویاند خلیل اسیر وایي، امنیتي ځواکونو له ولسي پاڅونوالو سره یوځای د طالبانو د بریدونو مخه نیولې او هغه یې په شا تمبولي دي.

هغه زیاته کړه چې بېګاه شپه طالبانو له څو اړخونو څخه پر قره‌پرچو، ابدال، پنج شیري قشلاق او نورو سیمو کې بریدونه کړي چې له لسو ډېرو طالبانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او دغه سیمې اوس د امنیتي ځواکونو تر ولکې لاندې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې سره سم، د کندهار ولایت محلي چارواکي وايي چې له درېو اوونیو راهیسې په کندهار ښار کې جګړه روانه ده.

اوس د دغه ښار پنځمه، نهمه او ۱۳ حوزه د طالبانو تر ولکې لاندې دي او هره شپه د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه وي.

په ورته مهال د جګړو له کبله، له څو ورځو راهیسې د هېواد په یوشمېر لویو ښارونو کې کورنۍ الوتنې تړل شوې وې، خو نن له هرات څخه کورنۍ الوتنې یو ځل بیا پیل شوې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام