د خوست اوسېدونکو نن سهشنبه د سلواغې څلورمه دغه ولایت کې د سویډن د یوه سیاستوال له لوري د «قرانکریم» د سوځولو په غبرګون کې لاریون کړی دی.
لاریونوالو له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د سویډن پر حکومت فشار راوړي او «قرانکریم» سوځونکی کس دې محاکمه کړي.
یوه لاریونوال صادق سلاموطندار ته وویل چې د قرانکریم سوځول د ټولو انساني اصولو خلاف کړنه ده او په دې سره د نړۍ مسلمانان په روحي ډول ځوریدلي دي.
د نوموړي په وینا، ملګريملتونه او د بشر حقونو نړیواله ټولنه باید د دا ډول کړنو مخنیوی وکړي.
هغه د نړۍ له اسلامي حکومتونو وغوښتل چې د سویډن پر ضد غلي پاتې نهشي او په یوه غږ دې د قرانکریم سوځونکي کس ته د محاکمې لپاره غږ پورته کړي.
نوموړي وویل: «دا چې په سویډن کې د یو سیاستوال لهخوا د قران کریم نسخو ته اور اچول شوی و، دا د مسلمانو زړونو ته د ګوتو ور وړل دي. دا د یو کاغذ سوځېدل نه دي، دلته د حقوق بشر په نوم ادارې یوازې دا وایي مرګ دې نه وي او جنګ دې نه وي، دا د مرګ او د جنګ زیږنده ده. موږ یې غندو. موږ له ټولو اسلامي ملکونو غواړو چې غږ دې پورته کړي او چې په اینده کې د دا ډول کړنو مخه ونیول شي.»
سلاموطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ
څو ورځې وړاندې سویډن کې یوه سیاستوال د ترکیې سفارت مخې ته د قرانکریم نسخې وسوځوې چې د نړۍ د بېلابېلو مسلمانو هېوادونو له لوري دغه کړنه وغندل شوه او عاملانو ته د یې د سزا د ورکړې غوښتنه وکړه.