په خوست ولايت کې د ۴۵ ښوونځيو ودانيو تر څنګ ۲۴۲ بېلا بېلو پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې. د يادو پروژو د پرانيستي په مراسمو کې د کليو د بيارغونې او پراختيا او  پوهنې سرپرست وزيرانو برخه اخيستې وه.

د کليو پراختيا او بيارغونې سرپرست وزير مجيب الرحمان کريمي وويل، د خوست مرکز په ګډون په بېلا بېلو ولسواليو کې ۴۵ ښوونځيو ته د ۲۰۲ ميليونه افغانيو په لګښت سره ودانۍ جوړې شوې دي.

کريمي وويل، د کليوربيارغونې او پراختيا وزارت له لوري په خوست کې د ۷۵۹ ميليونه افغانيو په لګښت د زراعتي ځمکو کانالونه، فرعي کانکرېټي سړکونه، پلونه، پلچکونه، استنادي دېوالونو او د لمريزې برښنا پروژې هم بشپړې شوې دي.

نوموړي وويل، په لرې ولسواليو او کليو کې دا مهال ۳۳۸ بېلا بېلو پروژې تر کار لاندې دې او په راتلونکي کې به يې چارې بشپړې شي چې په وينا يې په زرګونو کسانو ته  يې د کار زمينه برابره کړې ده.

د پوهنې سرپرستې رنګينې حميدي د خوست ولايت اوسېدونکيو ته ډاډ ورکړ چې د پوهنې په برخه کې شته ستونزې به د منظم پلان له مخې په راتلونکي کې هوارې کړي.

نوموړې وويل، پلان لري په راتلونکي کال کې ډېری ښوونځيو ته تدريسي کتابونه هم چاپ او ور ورسوي او تر څنګ به يې تر ډېره د ښوونکيو د کموالي ستونزې حل کړي.

د ولايتي شورا رييس کفيل خان وويل، د مرکزي ادارې هر وزارت او مرستندويه بنسټونه کولی شي چې د دې ولايت په هره برخه کې په ډاډه امنيت کې د ولس په همکاري‎ۍ ټولګټې پروژې پلې کړي.

نوموړي وويل چې په دې ولايت کې د پروژو د تطبيق لپاره ښه فرصتونه لري او د حکومت مرکزي اداره دې له فرصتونو ګټه پورته کړي.

د خوست ولايتي مسوولان وايي، د فساد او غصب پر وړاندې جدي مبارزه کوي او ټولو ادارو کې يې د اصلاحاتو په موخه هلې ځلې پيل کړې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام