Asset 1SWN

د قران‌کریم سوځولو له امله افغانستان کې د سویډن فعالیتونه ځنډول شوي

Protesters hold a banner during a demonstration against the burning of the Koran by Swedish-Danish far-right politician Rasmus Paludan, in Khost on January 24, 2023. - Hundreds of Afghan men staged a protest in the eastern city of Khost on January 24 to express anger at the burning of the Koran in the Swedish capital over the weekend. (Photo by AFP) (Photo by -/AFP via Getty Images)

سویډن کې د «قران‌ کریم» سوځولو په غبرګون کې سرپرست حکومت افغانستان کې د دغه هېواد اړوند ټولو بنسټونو فعالیتونه ځنډولي دي.

د ا.ا ویاند ذبېح‌الله مجاهد پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي: «وروسته له هغې چې په سویډن کې د الله نجات بښوونکي کتاب قران کریم ته سپکاوی وشو او د مسلمانانو د عقیدې د توهین اجازه ورکړل شوه، تر څو چې د دې شوم عمل له امله له مسلمانانو بښنه نه وي غوښتل شوي، ا.ا افغانستان کې د سویډن د هر ډول فعالیت د بندېدو امر کوي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د سرپرست حکومت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د نړۍ له نورو مسلمانو هېوادونو هم غوښتنه شوې چې له سویډن سره پر خپلو اړیکو او تعامل بیا کتنه وکړي.

د راپورونو له مخې، د روان کال د جنورۍ میاشت کې ښي اړخي سیاستوال راسموس پالودان چې د سویډن او ډنمارک تابعیت لري، دوه ځلې د قران‌کریم نسخې سوځولې دي.

خو په وروستي ځل د روان کال د چنګاښ پر اتمه د لوی اختر لمانځه پر مهال یوه عراقي کس چې د سویډن تابعیت لري، د سویډن مرکزي جومات مخکې ته د قران کریم یوه نسخه وسوځوله چې ګڼ‌شمېر غبرکونونه یې راوپارول.

له دې پېښې وروسته د افغانستان په ګډون ګڼ‌شمېر مسلمانو هېوادونو دغه پرېکړه په کلکو ټکو وغندله او پر سویډن یې غږ وکړ چې د دې کار مخه ونیسي.

هغه مهال د بهرنیو چارو وزارت پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي و چې دغه کړنه د اسلام دین او نږدې دوه میلیارډ مسلمانانو ته سپکاوی دی.

د یاد وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي و چې ا.ا د سویډن حکومت له لوري د بیان ازادۍ په پلمه یاد کس ته د قران سوځولو د اجازې ورکړې ترڅنګ د نوموړي د امنیت ټینګښت کړنه هم په کلکو ټکو غندي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د سویډن حکومت هم له دې امله نیوکې کېږي چې ولې دغه هېواد کې د قران‌کریم سوځولو ته اجازه ورکوي او د هغه کس امنیت هم نیسي چې دا کړنه کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام