بلخ ولايت کې یو شمېر ترکمنو مېرمنو د انسان تښتوونکيو له منګولو د ۹کلن عبدالرووف د خوشې کولو په برخه کې د بلخ د سیمه‌يیزو چارواکيو د ناتوانۍ په غبرګون کې اعتراض وکړ او د ياد ولايت دروازه يې وتړله.

۹کلن عبدالرووف شاوخوا ۴۷ ورځې وړاندې د وسله‌والو کسانو له لوري چې ویل کېږي پوځي کالي یې پر ځان وو؛ د مزار شریف ښار له څلورمې ناحیې وتښتاوه.

معترض کسان خبرداری ورکوي، تر هغه چې نهه کلن عبدالرووف د انسان تښتوونکيو له منګولو را خوشې نه شي؛ د بلخ ولايت د مقام پرانيستلو ته به اجازه ور نه کړي.

د ۹کلن عبدالرووف مور چې د ناروغۍ له بستره دې اعتراض ته راغلې، په مورني «ترکمني» غږ د خپل زوی خوشې کول غواړي.

د عبدالروف پلار نور د خبرو کولو توان نه لري او د زوی د بېلتون له درده بېهوښه دی.

معترضان وايي، نهه ورځې کېږي چې د بلخ والي د دفتر مخې ته یې د پرلت خېمه وهلې او د هېواد سوداګریز بندرونه یې تړلي دي؛ خو دې کار یې پايله نه ده ورکړې.

په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو استازی ګل‌رحمان همدرد د ۹ کلن عبدالرووف په را خوشې کېدو کې د بلخ د سیمه‌يیزو چارواکيو له ناتوانۍ نیوکه کوي.

خو د بلخ سیمه‌يیز چارواکي د خبریالانو پوښتنو ته د ځواب ویلو لپاره نه حاضرېږي.

د افغانستان د ترکمنو د ملي حرکت سازمان د دوی د قوم د وګړيو له تښتولو شکایت کوي او وايي، یوازې په تېر یو نیم کال کې ۱۷ ترکمن کسان تښتول شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام