د هرات ښوونکي: که زموږ معاشونه لوړ نه‌شي، ټوليز کاربنديز کوو

د هرات سلګونو ښوونکيو د معاشونو د يو شانولو او د ولسي جرګې له هغې پرېکړې چې له مخې يې د دولتي کارکوونکيو معاشونه لوړېږي، د يوه لاريون په ترڅ کې ملاتړ وکړ. دغو ښوونکيو نن «زموږ غږ سم دی، موږ عدالت غواړو» شعار تر سرليک لاندې د هرات د والي دفتر مخې ته لاریون وکړ.

د ۹ کلن عبدالرووف کورنۍ: د خپل زوی خوشې کولو لپاره طالبانو ته مراجعه کوو

پوره دوه نيمې مياشتې کېږي چې ۹ کلن عبدالرووف له انسان تښتوونکيو سره دی  او د نوموړي له پلاره يې يو ميليون او ۷۰۰ زره ډالره غوښتي دي.

د عبدالرووف کورنۍ نن مزارشریف ښار کې وايي، له يوې نيمې مياشتې ډېر وخت کېږي چې د بلخ د والي دفتر مخې ته يې د پرلت خېمه وهلې؛ خو حکومت ورته تر اوسه پورې سم پام نه دی کړی.

د ۹ کلن عبدالرووف تښتولو غبرګون کې د بلخ ولايت دروازه وتړل شوه

بلخ ولايت کې یو شمېر ترکمنو مېرمنو د انسان تښتوونکيو له منګولو د ۹کلن عبدالرووف د خوشې کولو په برخه کې د بلخ د سیمه‌يیزو چارواکيو د ناتوانۍ په غبرګون کې اعتراض وکړ او د ياد ولايت دروازه يې وتړله.

۹کلن عبدالرووف شاوخوا ۴۷ ورځې وړاندې د وسله‌والو کسانو له لوري چې ویل کېږي پوځي کالي یې پر ځان وو؛ د مزار شریف ښار له څلورمې ناحیې وتښتاوه.

کابل کې د يو شمېر ټرانسپورټي، ساختماني او لوژستکې شرکتونو مسوولانو لاريون وکړ

د ټرانسپورټي، باروړونکيو، ساختماني او لوژستکي شرکتونو مسولان پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مخې ته راټول شوي وو او د خپل حق غوښتنه يې کوله. د دغو شرکتونو مسولانو ویل، ډېر وخت کېږي چي دوی د یاد وزارت اړوند خوراکي توکي په ولایتونو کې تر ځپل شويو کورنیو رسولي او د دې ترڅنګ يې په ولایتونو کې د رسمي قراردادونو پر بنسټ په ساختماني پروژو کې له دې وزارت سره کار کړی؛ خو تر اوسه يې ورته پیسې نه دي ورکړي.