Asset 1SWN

د ۹ کلن عبدالرووف کورنۍ: د خپل زوی خوشې کولو لپاره طالبانو ته مراجعه کوو

Balkh-7-p1azhwd5h69999b1l34t9i6lvp4urn0syrl4y6cbk8

پوره دوه نيمې مياشتې کېږي چې ۹ کلن عبدالرووف له انسان تښتوونکيو سره دی  او د نوموړي له پلاره يې يو ميليون او ۷۰۰ زره ډالره غوښتي دي.

د عبدالرووف کورنۍ نن مزارشریف ښار کې وايي، له يوې نيمې مياشتې ډېر وخت کېږي چې د بلخ د والي دفتر مخې ته يې د پرلت خېمه وهلې؛ خو حکومت ورته تر اوسه پورې سم پام نه دی کړی.

د عبدالرووف پلار  محمد نبي خبرداری ورکوي، که حکومت يې تر راتلونکيو څو ورځو پورې له انسان تښتوونکيو زوی خوشې نه‌کړي طالبانو ته به مراجعه وکړي او له هغوی به مرسته وغواړي.

د عبدالرووف کورنۍ د خپل زوی د تښتولو په قضيه کې يو شمېر سياسي څېرې دخيلې ګڼي او خبرداری ورکوي که حکومت يې تر راتلونکي يکشنبې زوی راخوشې نه‌کړي، دغه سياسي څېرې به  افشا کړي.

دوی وايي، که ټاکل شوې موده کې يې زوی خوشې نه‌شي، خپلو اعتراضونو ته به نورو ولايتونو کې هم دوام ورکړي او د هېواد د شمال د تګ او راتګ دروازې به وتړي.

خو د بلخ والي فرهاد عظیمي وايي، هڅه کوي چې دغه ماشوم ډېر ژر له انسان تښتوونکيو راخوشې کړي.

د عظيمي په وينا، د انسان تښتوونکيو دغه ډله د انسان تښتوونکيو يوې پياوړې ډلې پورې تړلي دي او زياته يې کړه چې تر اوسه پورې يې يوه وړه نښه هم نه ده پيدا کړې چې ماشوم پيدا کړي.

د عبدالرووف کورنۍ له دې وړاندې بلخ کې د يوناما دفتر ته ورغلي وو او خبرداری يې ورکړی و که زوی يې څو ورځو کې خوشې نه‌شي لاهه محکه کې شکايت کوي.

نهه کلن عبدالرووف دوه نيمې مياشتې وړاندې هغه مهال انسان تښتوونکيو وتښتاوه چې کله ښوونځي ته پر لاره و. د بلخ محلي مسوولان وايي، تر اوسه پورې يې په دې اړه ۲۰ ځلې عمليات کړي او له ۲۰ ډېر کسان يې په اړه نيولي دي او د عبدالرووف خوشې کولو لپاره يې هڅې روانې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام