Asset 1SWN

سلام وطندار

بلخ کې د ۹ کلن ماشوم د تښتولو په تړاو ۱۱ کسان نيول شوي

download-p0j2nuqt3apspe4ilnnkawdkduec98kk5v7nrxyjd4

 

د بلخ سیمه‌ييز چارواکي په دې ولایت کې د ۹ کلن عبدالرووف د تښتونې په تړاو د ۱۱ کسانو د نیول کېدو خبر ورکوي.

د بلخ والي فرهاد عظيمي نن په یوه خبري ناسته کې وویل، د ۹ کلن عبدالرووف د خوشې کولو په اړه چې دوه مياشتې وړاندې انسان تښتوونکيو تښتولی، له تېرو څو اوونیو راهيسې بېلابېل عملیات شوي چې پايله کې يې ۱۱ کسان نيول شوي دي.

فرهاد عظيمي وايي، له یادو ۱۱ کسانو ۳ يې کابل ته څېړنو  لپاره لېږل شوي دي.

د بلخ والي زیاتوي، امنيتي ځواکونو تېره يوه مياشت کې  بېلابېلو عملياتو کې له انسان تښتوونکيو ۳ کسان ژغورلي دي.

خو د بلخ ولايت یو شمېر اوسېدونکي د ياد ولايت د سیمه‌يیزو چارواکيو له کړنو خوښ نه دي او وايي، د هرې ورځې په تېرېدو سره د ترور، وژنې او تښتوونې پېښې ډېرېږي.

دغه اندېښنې په داسې حال کې پورته کېږي چې د بلخ ولایت د عامې روغتیا رییس خلیل حکمتي سلام‌وطندار ته ویلي، طالبانو د دغه ولایت د دولت‌اباد ولسوالي د روغتون په منځ کې د امنیتي ځواکونو د پوستې له کبله یاد روغتون د لیندۍ میاشتې له اتمې نېټې راهیسې تړلی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام