د جوزجان سلګونو اوسېدونکو نن په یوه اعتراضي غونډه کې وویل، سره له دې چې په بلخ کې د یوه نهه کلن ماشوم د تښتول کېدو ۵۰ ورځې پوره شوې، خو حکومت لا هم له چوپتیا پرته معترضانو ته کوم ځواب نه لري.

معترضان چې نن په جوزجان کې راټول شوي وو، خبرداری ورکوي، که یاد ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو ونه ژغورل شي، په شمال کې به سوداګریز بندرونه، دولتي ادارې او لویې لارې وتړي.

یو معترض عبدالغفار دهقان وايي، سره له دې چې د انسان تښتوونکو په منګولو کې د یاد ماشوم ۵۰ ورځې پوره شوې، خو تراوسه یې په اړه اغېزناک ګام نه دی پورته شوی. هغه وايي، که په دې برخه کې نوره بې‌غوري وشي، د شمالي ولایتونو ترکمنان به خپل اعتراض ته دوام ورکړي او په یادو ولایتونو کې به ټول سوداګریز بندرونه او دولتي ادارې وتړي.

په همدې حال کې د جوزجان مدني فعالان په شمالي ولایتونو کې د هدفمندو تښتونو پر وړاندې د حکومت مرکزي اداره پر بې‌غورۍ تورنوي او له خلکو غواړي چې د ورته پېښو پر وړاندې چوپ پاتې نه شي.

د جوزجان والي لطف‌الله عزیزي چې د معترضانو منځ ته ورغلی و وايي، د حکومت مرکزي اداره د تښتول شوي نهه کلن ماشوم د را خوشې کولو لپاره خپل پلان لري چې عملي به شي.

دا اعتراضي غونډه د یوه پرېکړه‌لیک په لوستلو سره چې د نهه کلن عبدالروف پر را خوشې کولو او عاملانو ته یې د سزا پر ورکولو ټینګار شوی و، پای ته ورسېده.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام