د بامیان محلي مسوولان وایي چې د دغه ولايت د یکاولنګ نمبر۱ ولسوالي، ولسوال مختار احمدي چې شاوخوا ۲۰ ورځې مخکې تښتول شوی و، د تښتوونکو له بند څخه ازاد شوی دی.

د بامیان والي ویاند عبدالصبور سیغاني وایي چې مختار احمدي د انسان تښتوونکو له منګولو څخه خوشې شوی او اوس د دغه ولایت له والي عبدالله سرحدي سره دی. د بامیان د والي ویاند د انسان تښتوونکو د هويت په اړه جزییات نه ورکوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

مخکې له دې د بامیان د استخباراتو  ریاست سرچینو تایید کړی وه چې د دغه ولایت د یکاولنګ نمبر۱ ولسوالي، ولسوال د دغه ریاست د ځواکونو له خوا د اسلامي امارت له یوشمېر مخالفو سیاسي څېړو سره د اړیکو په تور نیول شوی دی.

خو د بامیان د والي ویاند، د دغه ولایت د استخباراتي ځواکونو له خوا د هغه نیول رد کړی او ویلي یي دي چې په دې اړه څېړنې پیل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې عصمت‌الله خنجري چې د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق له نږدې کسانو څخه دی، پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې مختار احمدي د شیعه ټولنې مشرانو د هڅو په پایله کې د اسلامي امارت له بند څخه ازاد شوی او بېرته خپلې مخکینۍ دندې ته ستون شوی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام