سید باقر محسني چې د سیاسي مسایلو کارپوه او د اوسني حکومت له منتقدینو څخه دی د اسلامي امارت د استخباراتو له بند څخه خوشې شو. نوموړي رسنیو ته ویلي چې نن ماسپښین خوشې شوی او دا مهال په کابل کې په خپل کور کې دی.

محسني د خپل نیول کېدو په اړه جزییات نه دي ورکړي خو ویلي چې « کوچني مسایل و چې د دواړو خواوو په توجیح حل شوي.» . نوموړی د جمعې په ورځ د کب په ۱۳ د کابل په نوي ښار ( شهر نور) کې ونیول شو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هغه نیول کېدل پراخ غبرګونونه راوپارول او د ټولنیزو شبکو  کاروونکو د هغه د خوشې کېدو غوښتنه کوله.

محسني په دې وروستیو کې د اسلامي امارت پر حکومتولۍ سختې نیوکې کړې وې. د اسلامي امارت چارواکو تراوسه د باقر محسني د خوشې کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

څو موده مخکې د کابل پوهنتون استاد فیض‌الله جلال هم د اسلامي امارت له خوا نیول شوی وو. د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد هغه مهال د ښاغلي جلال د نیول کېدو په اړه ویلي و چې هغه په رسنیو کې د خپلو بې ځایه او بې مانا خبرو له امله نیول شوی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

پدې خبر پورې اړوند:

— د فیض‌الله جلال د نیولو په غبرګون کې اعتراض؛ «خبرې کول جرم نه دی»

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام