Asset 1SWN

پروان کې ناپېژاندو وسله‌والو دوه ډاکټران تښتولي

1bf6cc4945e6426487ef721ef707976a-p0kd70s4zzw7rgumsr9qz6cwktpk64vch6drqm66bs (1)

 

پروان کې امنيتي سرچينې سلام‌وطندار ته وايي چې په دې ولايت کې ناپېژاندو وسله‌والو دوه ډاکټران تښتولي دي. د سرچینې په وينا، دغه ډاکټران د دوشنبې په شپه ۹ بجې د درې مخ‌پټو وسله‌والو له لوري تښتول شوي دي.

د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي د ياد خبر په تاييد سره وايي، دغه ډاکټران د يادې ولسوالۍ د « سرصياد» سيمې اېمرجنسي کلينيک نه هغه مهال تښتول شوي چې پر دندې بوخت وو.

د قدوسي په وينا، انسان تښتوونکيو د يادو ډاکټرانو د خوشې کولو لپاره پيسې غوښتي دي. خو نوموړی په دې اړه چې څومره پيسې يې غوښتي څه نه وايي.

د پروان ولايت له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير محمدصادق هاشمي په دې اړه د څېړنو د پيل خبر ورکوي او وايي، دغه ډاکټران د ناروغ د معاينې په پلمه له روغتون نه بيول شوي او ښايي موخه يې د طالبانو درملنه وي.

د ياد ولايت د روغتيا رياست مسوولان له دې کبله چې د اېمرجنسي روغتون فعاليتونه د دوی اړوند نه دي څه نه وايي او اېمرجنسي کې هم مسوولان په دې اړه له څه ويلو ډډه کوي.

د يادولو ده چې تېره شپه هرات ولايت کې هم يو ډاکټر له هرات ښار نه تښتول شوی دی. د هرات محلي مسوولان وایي، دغه ډاکټر نظیف‌الله پوینده نومېږي او د رواني ناروغيو ډاکټر دی.

مسوولان وايي، په دې اړه يې څېړنې پيل کړې دي.

دغه ډرې ډاکټران په داسې حال کې تښتول کېږي چې دوه مياشتې وړاندې ناپېژاندو وسله‌والو چې نظامي جامې يې پر تن وې، له بلخ ولايت نه ۹ کلن عبدالرووف وتښتاوه چې تراوسه نه دی خوشې شوی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام