Asset 1SWN

پروان او جوزجان کې ټرافیکي پېښې؛ یو کس مړ او یوولس ټپیان شوي

7126994d-0754-4ec0-b5db-cc31ee971cd2

پروان او د جوزجان-بلخ پر لویه لاره د ټرافیکي پېښو له کبله یو کس خپل ژوند له لاسه ورکړی او یوولس نور  ټپیان شوي دي.

د جوزجان د فیض‌اباد ولسوالي د امنیې قومندان کفایت‌الله متوکل سلام‌وطندار ته ویلي چې پېښه د کرولا ډوله او پلنګ‌کوچ موټرو ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نوموړي په وینا، د یادو موټرو د ټکر په پایله کې یو کس مړ او درې ټپیان شوي دي. د ټپیانو روغتیايي وضعیت په اړه څه نه دي ویل شوي.

بل‌خوا د راپورونو له مخې، نن د پروان په بګرام ولسوالي کې هم د یوې ټرافیکي پېښې له کبله د ښځو په ګډون اته کسان ټپیان شوي دي.

پېښه د بګرام ولسوالي اړوند قلعه‌خواجه سیمه کې د سراچې او باروړونکي موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

دا په داسې مهال دی چې له دې څو وړاندې د جوزجان-بلخ پر لویه لاره د یوې ټرافیکي پېښې له امله یو‌شمېر کسان مړه او ټپیان شوي وو.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ټرافیکي پېښې زیاتې شوي چې مسوولان یې لامل د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي او د لارو خرابوالی په ګوته کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام