د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې په پروان کې د جبل‌سراج شاهي ارګ په یوه پوځي مرکز بدل شوی دی. د سیاحت دغه تاریخي ځای کې د اسلامي امارت د ځواکونو حضور د پروان فرهنګ‌پال اندېښمن کړي دي.

پروان کې شاعر عبدالواحد عایل شب‌روز سلام‌وطندار ته وايي چې فرهنګي او توریستي ځایونه باید د سیلانیانو لپاره وي، نه دا چې په پوځي مرکز بدل شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه د اسلامي امارت مسوولانو څخه وغوښتل چې د سیلانیانو د لیدو لپاره د جبل‌السراج شاهي ارګ څخه نظامیان وباسي.

د نوموړي په وینا، سیاحتي سیمې د ګرځندویانو لپاره وي او هغه سیمې چې لرغونتوب لري، د یوه هېواد تاریخ بیانوي. نوموړي زیاته کړه چې له بده مرغ جبل‌السراج کې له یوې مودې راهیسې تاریخي ځایونو ته د ګرځندویانو ورتګ کم شوی.

د تاریخ‌لیکونکو په اند، تاریخي ځایونه په دې دلیل چې د راتلونکو نسلونو لپاره د یوه هېواد د لرغوني تاریخ او فرهنګ ښکارندويي کوي، ډېر ارزښت لري.

د پروان پوهنتون کې د تاریخ استاد محمد صابر سروري وايي، د پوځي مرکزونو په توګه د تاریخي او فرهنګي سیمو کارول، د دغو ځایونو ارزښت ته زیان رسوي.

د پروان د والي مرستیال مفتي محمد ادریس انوري سلام‌وطندار سره خبرو کې که څه هم د جبل‌السراج شاهي ارګ کې د مېشتو ځواکونو په اړه څه نه وايي خو ټینګار کوي، چې د دغو تاریخي ځایونو تخلیه کولو لپاره د اطلاعاتو او کلتور وزارت سره په خبرو بوخت دي.

انوري هم د سیاحت د ودې او د پروان ولایت د عاید زیاتېدو لپاره د جبل‌السراج شاهي ارګ په څطر ځایونو ته د سیلانیانو ورتګ مهم بولي.

نوموړي وویل: «مخکیني حکومت کې هېڅ کار نه دی شوی. څه موده وړاندې مو د ولایت مقام کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له معین سره غونډه لرله او وړاندیز مو دا و چې کمېټه به جوړو او د سیاحت سیمې به رغوو چې خلک راشي او لیدنه ترې وکړي او همداراز اطلاعاتو او فرهنګ وزارت عواید به هم زیات شي.»

د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخېستل شي، تاییدوي چې تېر ته په پرتله، پروان ته د سیلانیانو ورتګ یو څه کم شوی. سرچینې وویل، لاهم په رسمي توګه د جبل‌السراج شاهي ارګ ساتلو مسوولیت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته نه دی ورکړل شوی.

جبل‌السراج شاهي ارګ ۱۹۰۷م کال کې په ۵۰ جریبه ځمکه کې جوړ شوی او د غازي امان‌الله خان تر واکمنۍ پورې ورڅخه د شاهي ځای په توګه استفاده کېده.

د سلام‌وطندار پښتو برخه دلته وڅارئ

د دغه تاریخي ځای ځینې برخې چې دې وروستیو څو کلونو جګړو کې تخریب شوې وې، ۱۳۹۸ کال کې د جمهوري ریاست د ملي پراختیا ادارې له‌خوا تر ۹۰ سلنه پورې ورغول شوې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام