د پروان د والي ویاند سیدحکمت‌الله شمیم سلام‌وطندار سره په مرکه کې ویلي، پروان کې د ښځو له لوري د بندو دروازو تر شا د احمدشاه مسعود د وژل کېدو تلین د نمانځنې په اړه خپور شوی خبر ناسم دی.

د هغه په وینا، تراوسه څوک نه دي حاضر شوي چې په دې برخه کې د پروان محلي ادارې پر وړاندې داسې ښکاره غږ اوچت کړي. نوموړی وايي چې د پروان ادارې تل د ښځو روا او شرعي غوښتنو ته ارزښت ورکړی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

شمیم زیاتوي: «هغه چا ته ځای نشته چې د اسلامي امارت د پالیسي پر وړاندې غږ اوچت کړي او پروان کې تراوسه څوک د دغه کار جرات نه لري.»

د معلوماتو پر بنسټ، نن یوشمېر ښځو په کاپیسا، بغلان، بدخشان، پروان او پنجشېر ولایتونو کې د بندو دروازو تر شا د احمدشاه مسعود د وژل کېدو تلین ونمانځه.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام