سلګونو کسانو نن سهار د لغمان والي رحمت‌الله یارمل پر وړاندې غبرګ لاریونونه کړي او له حکومته یې د هغه د لرې کېدو غوښتنه کړې ده.

لاریونوال چې د مرکز مهترلام ښار عبدالله څلورلارې او کابل‌ـ‌جلال‌اباد پر لویې لارې سرخکانو کې ورټول وو، د لغمان والي رحمت‌الله یارمل یې په دغه ولایت کې پر فساد، غصب، ناکارۍ او قومي شخړو ته په لمنې وهلو تورن او له حکومته یې وغوښتل چې ژرترژره یې له دندې لرې کړي.

د لاریونوالو په خبره، والي يارمل په اخلاقي او مالي فساد کې ښکېل دی او د ټولو ادارو واکونه یې په ځان پورې محدود کړي دي. دوی په لغمان کې د امنیتي وضعیت خرابوالي لامل هم والي بولي او په وینا یې، هغه هڅه کوي چې نامسووله وسله‌وال پیاوړي کړي.

لاریونوالو حکومت ته خبرداری ورکړ، که ژرتژره نوموړی له دندې ګوښه نه کړي، نه یوازې خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي او د کابل‌-‌جلال‌اباد لویه لاره به وتړي، بلکې والي به هم په زوره له لغمان څخه وشړي.

خو د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزی بيا د یادو لاريونونو لامل د ولايت په ملکي او نظامي برخو کې د حکومت مرکزي ادارې په غوښتنه د اصلاحاتو په موخه راغلي بدلونونه يادوي او په وینا یې، د ځينو قومي مخورو شخصي ګټو ته زیان اوښتی دی.

د کابل‌-‌جلال‌اباد لويه لاره له څو ساعتونو وروسته په دې شرط پرانېستل شوه چې د پنځو ورځو په موده کې به یې حکومت غوښتنې ومني، که‌‌نه بيا به یاده لاره د خلکو د تګ‌راتګ پر مخ وتړي.

د یادونې ده چې یوشمېر کسانو له دغو لاریونونو لږ وروسته د والي رحمت‌الله یارمل په ملاتړ هم لاریون کړی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام