انسان تښتوونکو د روژې په لومړۍ ورځ د تښتول شوي لس کلن عبدالرووف کورنۍ ته د هغه د وهلو‌ ډبولو غږیز پیغام لېږلی دی. دغه غږیز پیغام ښيي چې انسان تښتوونکو پر نوموړي فشار ډېر کړی او عبدالرووف ورته چغې وهي.

د عبدالرووف مور د هغه له غږ اورېدو سره ناروغه شوې او پلار یې هم له شپږمیاشتني مقاومت وروسته اړ شوی چې انسان تښتوونکو ته باج ورکړي.

د عبدالرووف پلار محمدنبي سلام‌وطندار ته ویلي، غواړي ځینې پیسې له خپلې پانګې او ځینې نورې هم له خلکو را ټولې او انسان تښتوونکو ته یې د زوی خوشې کولو په بدل کې ورکړي.

په همدې حال کې یوشمېر معترضان چې د عبدالرووف خوشې کولو لپاره یې د بلخ ولایت مقام مخکې پرلت کړی او په وینا یې، تر اوسه یې چارواکو غږ نه دی اورېدلی او د ۱۰ کلن ماشوم په خوشې کولو کې پاتې راغلي دي.

د دوی په وینا، شپږ میاشتې یې انسان تښتوونکو ته له باج ورکولو ډډه وکړه او انتظار یې واېست چې ګوندې دولت به یې ورته راخوشې کړي، خو اوس اړ شوي چې د هغه خوشې کولو لپاره له خلکو مرسته را ټوله کړي.

دغه معترضان وايي، انسان تښتوونکي له شپږو میاشتو راهیسې د عبدالرووف کورنۍ ته د هغه دروونکي غږیز پیغامونه لېږي او خبرداری ورکوي، که یو میلیون او ۲ سوه زره ډالره ور نه کړي، وبه یې وژني.

معترضان زیاتوي، د عبدالرووف پلار چمتو دی چې ټول شته وپلوري او شپږ لکه ډالر برابر کړي او پاتې نورې پیسې هم په بانک کې د یوه ځانګړي اکونټ له لارې ورته را ټولې کړي. دوی پر خلکو او انسان دوستو کسانو غږ کوي چې د عبدالرووف ژغورلو لپاره د هغه له کورنۍ سره مرستې وکړي.

که څه هم امنیتي چارواکو تر دې مخکې ویلي وو چې د عبدالرووف خوشې کولو لپاره یې څو عملیات کړي او په تړاو یې پر داعش ډلې پورې تړلیو کسانو په ګډون، لسګونه کسان نیولي، خو په وروستیو څو ورځو کې یې په دې برخه کې تازه پرمختګونه نه دي شریک کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام