اندرابي: هدفي وژنې او ماين چاودنې د طالبانو کار دی

مشرانو جرګې نن سې شنبه د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي او د ملي امنیت رييس احمدضیا سراج د هېواد د امنيتي وضعيت په ځانګړې توګه د زیاتېدونکيو هدفي وژنو او چسپکي ماین چاودنو په اړه د وضاحت لپاره يادې جرګې ته ورغوښتي وو.

د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي وايي، په هېواد کې د وروستیو هدفي بریدونو او ماین چاودنو تر شا د طالبانو لاس دی.

د افغان خبریالانو خوندیتوب لپاره کمپاین

په دې وروستیو کې د رسنیو پر کارکوونکيو بریدونو اندېښنې ډېرې کړي چې د هغوی د هدفي وژنو په غبرګون او خوندیتوب په موخه خبریالانو او ګڼو ځوانانو پر ټولنیزه رسنۍ ټوېټر « افغان خبریالان وساتئ» کمپاین پيل کړ.

د دې کمپاین پيلوونکي وايي، د خبریالانو وژنه او ګواښل باید پای ته ورسېږي ځکه چې د خبریالانو هدفي وژنو په هېواد کې د خبریالانو په رسنیزو فعالیتونو منفې اغېزه کړې ده.

دایکندي؛ د واورو ښويېدو پېښه کې ۴ ماشومان مړه شوي

 د دايکندي ولايت له طبيعي پېښو سره د مبارزې رياست مسوولان وايي، د لومړنيو معلوماتو له مخې د کيتي ولسوالۍ « خارزار» سيمه کې د واورو ښویېدو پېښه کې ۴ ماشومان مړه شوي دي.

د ياد ولايت له طبيعي پېښو سره د مبارزې رييس اسدالله سروري سلام‌وطندار ته وويل، لومړني معلومات ښيي چې يو شمېر ماشومان مدرسې ته پر لاره وو چې له غره پرې واوره ښويېدلې ده.

کورونا ۲۴ ساعتونو کې ۱۰ کسان مړه کړي او ۱۸۳ پرې اخته شوي

د عامې روغتیا وزارت وايي، کورونا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰ کسان مړه کړي دي. دغه وزارت نن په خپل ورځني راپور کې ویلي، د ۱۹۶۱ شکمنو کسانو نمونې يې کتلي چې له ډلې یې د ۱۸۳ کسانو پایلې مثبتې ختلې دي.

د ياد وزارت په راپور کې راغلي چې په یاده موده کې ۱۹۱ کسان چې پر کورونا اخته وو، بېرته ښه هم شوي دي. د راپور پر بنسټ دغه تازه پېښې په ۲۰ولايتونو کې ثبت شوې دي.

عامې روغتيا وزارت کې څلور کسان د بډو غوښتو په تور نيول شوي

لويه څارنوالي تاييدوي چې عامې روغتيا وزارت کې څلور کارکوونکي د دغه وزارت له نور کارکوونکيو د بډو غوښتو په تور نيول شوي دي او اوس مهال په توقیف کې دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي رسنيو ته په لېږل شوي یوه ويډیويي پيغام کې  د يادو کسانو په اړه جزيات نه دي ورکړي؛ خو وايي، د دغو کسانو دوسيه تر څېړنې لاندې ده.

پروان کې ناپېژاندو وسله‌والو دوه ډاکټران تښتولي

پروان کې امنيتي سرچينې سلام‌وطندار ته وايي چې په دې ولايت کې ناپېژاندو وسله‌والو دوه ډاکټران تښتولي دي. د سرچینې په وينا، دغه ډاکټران د دوشنبې په شپه ۹ بجې د درې مخ‌پټو وسله‌والو له لوري تښتول شوي دي.

د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي د ياد خبر په تاييد سره وايي، دغه ډاکټران د يادې ولسوالۍ د « سرصياد» سيمې اېمرجنسي کلينيک نه هغه مهال تښتول شوي چې پر دندې بوخت وو.