په دې وروستیو کې د رسنیو پر کارکوونکيو بریدونو اندېښنې ډېرې کړي چې د هغوی د هدفي وژنو په غبرګون او خوندیتوب په موخه خبریالانو او ګڼو ځوانانو پر ټولنیزه رسنۍ ټوېټر « افغان خبریالان وساتئ» کمپاین پيل کړ.

د دې کمپاین پيلوونکي وايي، د خبریالانو وژنه او ګواښل باید پای ته ورسېږي ځکه چې د خبریالانو هدفي وژنو په هېواد کې د خبریالانو په رسنیزو فعالیتونو منفې اغېزه کړې ده.

افغان خبریالان وايي، په دې ورستیو کې د دوی د کار پر وړاندې ننګونو دې ته اړ کړل چې پر ټولنیزه رسنۍ ټوېټر د خبریالانو د خوندیتوب په موخه ملي کمپاین ترسره کړي.

دوی په هېواد کې د خبریالانو او مدني فعالانو د امنیت او ساتنې غوښتنه کوي.

د خبریالانو د خوندیتوب لپاره دغه کمپاین په کور دننه د پراخ ملاتړ ترڅنګ د نړیوالو معتبرو بنسټونو د ملاتړ لامل هم شوی دی.

له ياد کمپاين وروسته ناټو په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي درېدلو غوښتنه وکړه.

افغانستان کې د ناټو ملکي استازي سټیفانو پونټیکورو پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، خبریالي جرم نه دی هغوی چې خبریالان په نښه کوي باید مجازات شي.

یونسکو هم د دې ټوېټري کمپاین ملاتړ کړی او ټینګار يې کړی چې باید د مجازاتو د بښلو فرهنګ پای ته ورسېږي.

د بې پولې خبریالانو ټولنې په خپل کلني راپور کې ویلي چې افغانستان په هغو پنځه هېوادونو کې شمېرل شوی چې زیات خبریالان په‌کې وژل کېږي.

مکزیک، افغانستان، عراق، پاکستان او هند په ترتیب سره هغه هېوادونه دي چې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د خبریالانو لپاره خونړي وبلل شول.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې په تېرو ۱۹ کلونو کې ۱۳۱ خبریالان وژل شوي چې د دوی له ډلې د ۶۷ خبریالانو د وژنې عاملان طالبان دي.

په تېرو دوه میاشتو کې مدني فعاله فرشته کوهستانۍ، د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو اجرايوي ریيس یوسف رشید، د غزني د خبریالانو د ټولنې رييس رحمت‌الله نېکزاد، د اریانا ټلویزون خبریال فردین امیني، په ننګرهار کې د انعکاس ټلویزون خبریاله ملاله میوند، هلمند کې د ازادۍ راډیو خبریال الیاس داعي، د طلوع نیوز پخوانۍ خبریال یما سیاووش، او د خورشید ټلويزون اجرایوي ریيس رفیع الله صدیقي وژل شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام