Asset 1SWN

سلام وطندار

د اريانا خصوصي ټلويزون خبريال فردين اميني په مرموزه توګه مړ شوی

اريانا ټلويزون کې د فردين اميني همکاران دغه خبر تاييدوي. يو شمېر همکاران يې وايي، فردين اميني په مرموزه توګه وژل شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت هم د ياد خبر په تاييد سره وایي، د لومړنيو موندنو له مخې د اریانا ټلويزون خبريال فردين اميني ځان وژنه کړې ده.

د ياد وزارت وياند طارق ارین وايي، د اریانا نیوز تلویزیوني شبکې یو کارکوونکی فردین امیني نن له غرمې وړاندې شاوخوا لس بجې په کابل کې د منشي میر غلام ښارګوټي ته چې په اوولسمه ناحیه کې موقعیت لري، تللی و او هلته یې له یوې ټلفوني اړیکې وروسته ځان وژنه کړې ده.

د ارين په وينا، اميني خپله غاړه پرې کړې ده او په دې اړه شواهد هم شته.

نوموړی زیاتوي، که څه هم د یاد ښارګوټي ساتونکيو د فردین امیني د ژغورنې هڅه کړې؛ خو په وینا یې بریالي شوي نه دي.

د کورنيو چارو وزارت وايي، فردین امیني د کابل اېمرجنسي روغتون ته ولېږدول شو او هلته مړ شو.

دا په داسې حال کې ده  چې تېره ورځ د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د سیمه‌ییز ټلويزون پر خبریالې ملالې میوند او د نوموړې پر موټرچلوونکي ډزې وشوې او ووژل شول.

له خبريالانو د دفاع بنسټونه وايي، دا په روان ۲۰۲۰کال کې د رسنيو يوولسم کارکوونکی دی چې وژل کېږي.

شاوخوا يوه مياشت وړاندې هملند کې د ازادۍ راډيو خبريال الياس داعي په ماين چاودنه کې ووژل شو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
ویدیوهای مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام