د کورونا بودجه کې فساد؛ د ۷ ولایتونو چارواکي لویې څارنوالي ته پېژندل شوي

لویه څارنوالي وايي چې تازه په لوګر، خوست، بامیان، دایکندي، بغلان، پروان او کندوز ولایتونو کې د کورونا اړوند بودجې د حیف‌ومیل او اداري فساد اووه دوسیې دغې ادارې ته رسېدلې دي. د لویې څارنوالي ویاند جمشېد رسولي نن سلام‌وطندار ته په یوه لېږل شوي غږیز پیغام کې ویلي چې یادې دوسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د بازرس ادارې له لوري ور لېږل شوې دي.

د ۹ کلن عبدالرووف کورنۍ: د خپل زوی خوشې کولو لپاره طالبانو ته مراجعه کوو

پوره دوه نيمې مياشتې کېږي چې ۹ کلن عبدالرووف له انسان تښتوونکيو سره دی  او د نوموړي له پلاره يې يو ميليون او ۷۰۰ زره ډالره غوښتي دي.

د عبدالرووف کورنۍ نن مزارشریف ښار کې وايي، له يوې نيمې مياشتې ډېر وخت کېږي چې د بلخ د والي دفتر مخې ته يې د پرلت خېمه وهلې؛ خو حکومت ورته تر اوسه پورې سم پام نه دی کړی.

«د جمهوري رياست له لوري د حقوقي واحد جوړول ناقانونه دي»

ارګ په تازه‌ګۍ سره یوې اعلامیه کې د ولسمشرۍ ماڼۍ د «حقوقي واحد» رامنځته کولو خبر ورکړی او په راس کې يې کبير عيساخېل ګمارلی دی.

ولسمشرۍ ماڼۍ ويلي، ټولې دولتي ادارې مکلفې دي چې هېوادونو، نړیوالو سازمانونو او بهرنیو شرکتونو سره د افغان دولت د ټولو هوکړه‌لیکونو، معاهداتو او سوداګریزو او اقتصادي قراردادونو مسوده دې، دغې ادارې سره په همغږۍ طی مراحل کړي.

کابل کې د امریکا سفارت: افغانستان کې لنډمهاله حکومت نه غواړو

کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس وېلسن نن پر خپله ټوېټرپاڼه ليکلي، افغانستان کې د لنډمهاله  حکومت پلوي نه‌کوي او د افغان سولې خبرې او پایلې یې په افغانانو پورې اړه لري.

داسې حال کې چې کابل ته د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له وروستي سفر او یو شمېر افغان سیاستوالو سره تر لیدنو وروسته داسې راپورونه…

د دولتي کارکوونکو د معاشونو یوشان‌والی د ولسي جرګې سره کرښه ده

د ولسي جرګې رییس وايي چې د دولتي کارکوونکو د معاشونو یوشان‌والی د دې جرګې لپاره سره کرښه ده او تر هغه چې حکومت د مامورینو، اجیرانو، ښوونکو، ټیټ‌پوړو کارکوونکو، سرتېرو او افسرانو د معاشونو یوشان‌والي په اړه د هغوی غوښتنې په پام کې ونه نیسي، د ۱۴۰۰ مالي کال بودجه به تصویب نه کړي.

مایک پمپیو: ایران د القاعده ډلې نوی مرکز دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو پر ایران تور لګوي چې دغه هېواد د القاعده شبکې مشرانو ته ځای ورکړی او د دې ډلې مستقیم ملاتړ کوي. هغه ادعا کړې چې القاعده شبکې ایران خپل نوی «کورنی مرکز» ګرځولی او هلته ځای پر ځای شوې ده. پمپیو دغه څرګندونې پرون ماښام د امریکا «د مطبوعاتو ملي کلوپ» کې د وینا پر مهال کړې دي.