Asset 1SWN

کورنیو بې‌ځایه شویو ته ځمکې ورکول کېږي

90-1-270x136

د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو وزارت مسوولان وايي چې په هرات کې یې د کورنیو بې‌ځایه شویو د ستونزو د حل لپاره یوه ګډه کاري ډله جوړه کړې ده.

د دغه وزارت وزیر نورالرحمان اخلاقي هرات ته د سفر پر مهال ویلي چې د بې‌ځایه شویو کورنیو د ستونزو حل او هغو ته د ځمکې د ورکړې په اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ د ۱۰۸ ګڼې فرمان له مخې به په ټولو ولایتونو کې د بېلابېلو ادارو ګډې کاري ډلې جوړې او له ارزونې وروسته به پر اړمنو کسانو ځمکې ووېشل شي.

هغه زیاتوي چې ډېر ژر به د بې‌ځایه شویو کورنیو، بېرته راستندېدونکو او د امنیتي ځواکونو د قربانیانو کورنیو د پېژندلو لپاره د ګډې کاري ډلې کارونه پیل شي.

د نوموړي په وینا، د ځمکو وېش ته د بې‌ځایه شویو په خپلو ولایتونو کې لومړیتوب ورکول کېږي او هغوی ته د ځمکې د ورکړې شرایط د حکومت له لوري ټاکل کېږي.

د هرات د والي مرستیال نوراحمد حیدري هم وايي چې د بې‌ځایه شویو ستونزې او اړتیاوې یې د کډوالو چارو له وزیر سره شریکې کړي او ټاکل شوې د حل لپاره یې اقدام وشي.

روان کال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د دولت او طالبانو ترمنځ د نښتو له کبله له ۷۰ زرو ډېر کسان له خپلو اصلي مېنو کډه شوې دي. د راپورونو له مخې، د دغو بې‌ځایه شویو له ډلې ډېری یې په هلمند، کندهار او فاریاب ولایتونو کې دي.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام