د ولسي جرګې رییس وايي چې د دولتي کارکوونکو د معاشونو یوشان‌والی د دې جرګې لپاره سره کرښه ده او تر هغه چې حکومت د مامورینو، اجیرانو، ښوونکو، ټیټ‌پوړو کارکوونکو، سرتېرو او افسرانو د معاشونو یوشان‌والي په اړه د هغوی غوښتنې په پام کې ونه نیسي، د ۱۴۰۰ مالي کال بودجه به تصویب نه کړي.

د نوموړي په وینا، د دولتي کارکوونکو د معاشونو یوشان‌والی به د ۹۱ کوډ په ګډون د بودجې له ۲۱ نه تر ۲۵ کوډونو نه ورکړل شي.

ولسي جرګې تر دې وړاندې د دولتي کارکوونکو د معاشونو یوشان‌والي طرحه تصویب او له حکومت یې غوښتي و چې د ۱۴۰۰ مالي کال په بودجه کې ځای ورکړي.

اوس د ځینو دولتي ادارو کارکوونکي د ځینو نورو هغو د کارکوونکو په پرتله ډېر معاش اخلي. سره له دې چې کابینې د معاشونو د یوشان‌والي طرحه شاوخوا دوه کاله وړاندې تایید کړې وه، خو تر اوسه نه ده عملي شوې.

د ولسي جرګې رییس دغه راز وویل چې مالیې وزارت د ۱۴۰۰ مالي کال بودجه چې مخکې د دې جرګې له لوري په ۱۷ روښانه او منطقي دلایلو رد شوې وه، بیا ولسي جرګې ته لېږلې ده.

هغه د ولسي جرګې د مالي او بودجې چارو له کمېسیون نه وغوښتل چې د بودجې دویمه طرحه هم په دقت او د دولتي کارکوونکو د معاشونو یوشان‌والي ته په کتو وارزوي او هغو اداري واحدونو ته چې د ولسي جرګې له تصویب پرته د قانون خلاف جوړ شوي، بودجه ور نه کړي.

هغه وايي چې د ولسي جرګې د قانوني واکونو اعمال باید تقابل ونه ګڼل شي.

د ولسي جرګې له لوري د ۱۴۰۰ مالي کال بودجې ردولو د ولسمشر غبرګون راپارولی دی. ولسمشر غني دوه ځله ټینګار کړی چې ولسي جرګه یوازې د بودجې د تایید یا رد واک لري او د هغې جوړول د حکومت کار دی.

د ولسي جرګې غړي وايي چې ولسمشر محمداشرف غني په ننګرهار کې پر دوی تور لګولی چې غواړي په بودجه کې ۲ زره شخصي پروژې ځای پر ځای کړي. ولسي جرګې د ولسمشر د دغو څرګندونو پر وړاندې غبرګون وښود او هغه یې د ملت کور ته سپکاوی وباله.

د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې، د ۱۴۰۰ مالي کال په بودجه کې یې ۲۰ میلیارډه او ۴۰۰ میلیونه افغانۍ ډېرې کړي او په نوې طرحه کې ۴۷۳ میلیارډه او ۴۰ میلیونه افغانۍ په پام کې نیول شوې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام