د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو پر ایران تور لګوي چې دغه هېواد د القاعده شبکې مشرانو ته ځای ورکړی او د دې ډلې مستقیم ملاتړ کوي. هغه ادعا کړې چې القاعده شبکې ایران خپل نوی «کورنی مرکز» ګرځولی او هلته ځای پر ځای شوې ده.

پمپیو دغه څرګندونې پرون ماښام د امریکا «د مطبوعاتو ملي کلوپ» کې د وینا پر مهال کړې دي.

د نوموړي په وینا، له القاعده شبکې سره د اړیکو له اړخه د ایران اوسنی وضعیت د افغانستان له هغه مهاله بدتره دی چې د ۲۰۰۱ کال په سپټمبر میاشت کې پر امریکا بریدونه شوي وو. هغه د لومړي ځل لپاره په تهران کې د القاعده شبکې د یوه مشر ابومحمد المصري وژل کېدل تایید کړل.

تر دې وړاندې، رسنیو داسې راپورونه خپاره کړي وو چې د القاعده شبکې یو مشر ابومحمد المصري د تېر کال په اګېسټ میاشت کې د اسراییلو له لوري په تهران کې وژل شوی، خو ایران په خپله خاوره کې د المصري د وژل کېدو د رد تر څنګ، ویلي و چې د القاعده هېڅ ترهګر ته یې پناه نه ده ورکړې.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمدجواد ظریف د پمپیو له څرګندونو وروسته په یوه ټویټ کې د نوموړي ادعاوې رد کړې او هغه یې په «دروغو، جعل او غلا» تورن کړ. ظریف وايي: «هېڅوک نه تېروځي. د سپټمبر د یوولسمې پېښې ټول ترهګر د منځني ختیځ هېوادونو چې پر پمپیو ګران دي، وو. هېڅ یو یې د ایران نه و.»

مایک پمپیو دغه راز ویلي چې امریکا د القاعده شبکې هغه مشران چې په ایران کې مېشت دي او د دغې شبکې درې کُرد قوماندان تحریموي.

د نوموړي په وینا، القاعده شبکې د خپلو عملیاتي وسایلو پر پراختیا او پیاوړتیا کار کوي او که امریکا د ایران‌-‌القاعده دغه محور له پامه وغورځوي، له ګواښ سره د امریکایانو د مخامخېدو په بیه به تمام شي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام