Asset 1SWN

غزني کې د القاعدې شبکې دویم مهم مشر ابو محسن‌المصري ووژل شو

115061809_alqida-oxfdz2zs941cblzbeflv28kkwcy7awv3xrn4z2h288

 

د ملي امنیت رياست وايي، غزني ولایت کې یې د ځانګړو ځواکونو عملیاتو کې د القاعدې شبکې دویم مهم مشر ابو محسن‌المصري وژلی دی.

ياد رياست تېره شپه ناوخته پر خپله ټوېټرپانه د یوه خبر خپرولو سره ویلي چې ابو محسن المصري د هند نیمه وچه کې د القاعدې جګپوړی قومندان و.

ملي امنیت په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي چې د غزني په کومه سیمه کې یې دا عملیات کړي؛ خو غزني کې یوې امنیتي سرچینې رسنیو ته ویلي، القاعده شبکه د غزني په ناوه ولسوالۍ کې چې یوه برخه یې له پاکستان سره پوله لري، فعالیت لري.

ناوه د غزني سوېل کې پرته ده چې د پاکستان له «بادني» سره ګډه پوله لري.

القاعدې شبکې تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام