لویه څارنوالي وايي چې تازه په لوګر، خوست، بامیان، دایکندي، بغلان، پروان او کندوز ولایتونو کې د کورونا اړوند بودجې د حیف‌ومیل او اداري فساد اووه دوسیې دغې ادارې ته رسېدلې دي.

د لویې څارنوالي ویاند جمشېد رسولي نن سلام‌وطندار ته په یوه لېږل شوي غږیز پیغام کې ویلي چې یادې دوسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د بازرس ادارې له لوري ور پېژندل شوې دي. د رسولي په وینا، یادې دوسیې به د اداري فساد د درنو جرمونو پر وړاندې د عدلي او قضايي ځانګړي مرکز له لوري وڅېړل شي.

هغه وايي، اړوندې څارنوالي په مرکز او ولایتونو کې کمېټې جوړې کړي، څو ژرترژره لویې څارنوالي ته لېږل شوې دوسیې وڅېړي او په وینا یې، له بشپړېدو وروسته به یې جزیات له خلکو سره شریک شي.

که څه هم رسولي په دغو دوسیو کې د ښکېلو کسانو په اړه جزیات نه دي ورکړي، خو ځینو رسنیو داسې راپورونه خپاره کړي چې د یوشمېر ولایتونو برحاله او پخواني والیان د تورن شویو کسانو په ډله کې شامل دي.

د دغو راپورونو له مخې، په یادو کسانو کې د پروان والي فضل‌الدین عیار، د لوګر والي محمداجمل شاه‌پور، د لوګر پخوانی والي محمدانور اسحاق‌زی، د بامیان پخوانی والي طاهر زهیر چې اوس د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست دی، شامل دي.

دغه راز، د راپورونو له مخې د لوګر د تدارکاتو رییس محمدنبي احمدزی چې اوس د زابل والي دی، هم لویې څارنوالي ته ور پېژندل شوی دی.

د پروان والي لویې څارنوالي ته د ده ور پېژندل او هغه بې‌بنسټه بولي. نوموړي له سلام‌وطندار سره په مرکه کې ویلي، د کورونا پر وړاندې د لګېدلې بودجې د پلټنې لپاره دغه ولایت ته د ورغلي پلاوي په ارزونو کې په ډاګه شوې چې پروان یوازینی هغه ولایت و چې یادې پیسې په روڼتیا سره لګولې دي.

حکومت په هېواد کې د کورونا له خپرېدو وروسته د دغه ویروس پر وړاندې د مبارزې لپاره بودجه ځانګړې کړه چې په لګول کېدو کې یې پراخ فسادونه وشول.

د ولسمشرۍ ماڼۍ بازرس ادارې د ځینو رسنیو د څېړنیزو راپورونو له خپرېدو وروسته د کورونا بودجې د حیف‌ومیل موضوع د څېړلو مسوولیت پر غاړه واخیست.

د ولسمشرۍ ماڼې د بازرس ادارې تر اوسه د عامې روغتیا پخوانی وزیر، د دغه وزارت اوسني او پخواني مرستیالان او یوشمېر پخواني او اوسني والیان د کورونا پر وړاندې د مبارزې په ځانګړې بودجه کې د فساد او ناکارۍ په تور لویې څارنوالي ته ور پېژندل شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام