د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ۲۱ پېښو په تړاو ۴۶ کسان نیول شوي

د لویي څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي سلام‌وطندار ته وايي، په ۱۳۹۸ او ۱۳۹۹ کلونو کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ۲۱ پېښو په تړاو يې ۴۶ تورن کسان نیولي چې نغدي جریمه، تر شلو کلونو بند او ځینې يې په اعدام هم محکوم شوي دي.

د کورونا بودجه کې فساد؛ د ۷ ولایتونو چارواکي لویې څارنوالي ته پېژندل شوي

لویه څارنوالي وايي چې تازه په لوګر، خوست، بامیان، دایکندي، بغلان، پروان او کندوز ولایتونو کې د کورونا اړوند بودجې د حیف‌ومیل او اداري فساد اووه دوسیې دغې ادارې ته رسېدلې دي. د لویې څارنوالي ویاند جمشېد رسولي نن سلام‌وطندار ته په یوه لېږل شوي غږیز پیغام کې ویلي چې یادې دوسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د بازرس ادارې له لوري ور لېږل شوې دي.