Asset 1SWN

کورونا په یوه شپه او ورځ کې ۴ کسان مړه کړي او ۱۰۹ پرې اخته شوي

corona-positive-264x165

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو څلېرویشت ساعتونو کې ۴ کسان چې پر کورونا اخته وو، مړه شوي او ۱۰۹ نور پرې اخته شوي دي. تازه پېښې په ۱۲ ولایتونو کې ثبت شوې دي.

دغه وزارت نن په خپل ورځني راپور کې ویلي چې په تېره یوه شپه او ورځ کې یې د ۱۹۴۱ کسانو نمونې چې د کورونا شک پرې کېده، کتلې دي. په همدې موده کې ۲۲ کسان چې پر کورونا اخته وو، بېرته ښه شوي دي.

د روغتیا وزارت د راپور له مخې، هېواد کې د کورونا ویروس له خپرېدو راهیسې ۳۷۹ زره او ۹۲۳ کسانو د کورونا ټېسټونه کړي چې له ډلې یې د ۵۷ زره او ۷۲۱ پایلې مثبتې ختلې دي. دغه راز، ۲ زره او ۵۳۹ کسان چې پر کورونا اخته وو، مړه شوي او ۵۲ زره او ۱۰۵ نور بیا بېرته ښه شو:ي دي.

په نړۍ کې بیا تر اوسه له ۱۳۹ میلیونه او ۷۶۲ زرو نه ډېر کسان پر کورونا اخته شوي چې له ۳ میلیونه ډېر یې مړه او له ۱۱۸ میلیونه، اته لکه او زر نور یې بېرته رغېدلي دي.

امریکا، هندوستان، برازیل، فرانسه، روسیه او انګلستان هغه هېوادونه دي چې تر اوسه په‌کې ډېر کسان پر کورونا اخته شوي دي. په دې ډله کې امریکا هغه هېواد دی چې کورونا ترې تر ټولو ډېره قرباني اخیستې ده. په امریکا کې تر اوسه له ۵۷۸ زرو نه ډېر کسان د کورونا له کبله مړه شوي دي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام