د عامې روغتیا پخوانی وزیر فېروزالدین فېروز د پنځو کلونو لپاره د دغه وزارت وزیر و. سلام‌وطندار ته رسېدلي سندونه ښيي چې نوموړی په یاد وزارت کې پر ناقانونۍ، اړیکو پاللو او له فساده ډکو کارونو تورن دی.

سندونه ښيي چې فېروزالدین فېروز له وزیر کېدو وروسته څو کوچنۍ او سترې پروژې د «GIA» او د افغانستان د څېړنې او د عامې روغتیا ادارې د مدیریت کورسونو موسسې ته ورکړې دي. فېروز لومړی شفیق‌الله شهیم چې مخکې د «GIA» موسسې مالي او اداري مرستیال و، د روغتیايي سېسټم د پیاوړتیا رییس او بیا یې د وزارت مالي او اداري مرستیالۍ ته ورته لار هواره کړه.

فېروزالدین فېروز د افغانستان د څېړنې او د روغتیا ادارې د مدیریت کورسونو موسسې عمومي رییس هدایت‌الله ستانکزی خپل سلاکار ټاکلی دی.

سرچینې وايي، له هغه وروسته چې په وزارت کې د درې پخوانیو یارانو «فېروز، شهیم او ستانکزي» مثلث جوړ شو، د یو بل په همکارۍ یې څو پروژې چې یوه ستره هغه یې هم د غزني ولایت «د دویم کلسټر» پروژه ده، له تدارکاتي پړاوونو پرته په لوړه بیه هغو موسسو ته ورکړي چې دوی په‌کې ونډه‌وال دي.

موږ وغوښتل چې په دې اړه د عامې روغتیا د پخواني وزیر فېروزالدین فېروز نظر هم واخلو، خو له پرله‌پسې اړیکو او پیغامونو سره سره خبرو کولو ته حاضر نه شو.

د بهرنیو چارو وزارت هغه مکتوبونه چې سلام‌وطندار ته رسېدلي هم ښيي چې فېروزالدین فېروز د قابلو په نړیوال کانګرېس کې د ګډون مکتوب هم لاسلیک کړی او ویلي یې دي چې طی‌ مراحل دې شي. په دغه مکتوب کې د روغتیا وزارت د فېروز ترڅنګ، د بشري سرچینو د رییس محمدداوود عظیمي او د وزارت مقام د سکرتر مصطفی شریفي نومونه هم لیدل کېږي.

سرچینو سلام‌وطندار ته ویلي چې مصطفی شریفي د وزارت کارکوونکی نه، خو د فېروز زوی دی او د دې لپاره چې کاناډا ته یې ورسوي، د سکرتر په نوم یې په یاد سند کې لیکلی او د سفر په نوملړ کې یې ځای کړی دی. د سرچینې په وینا، د فېروز زوی له هغه وروسته بیا افغانستان ته را ونه ګرځېده.

موږ وغوښتل چې په دې اړه هم د فېروزالدین فېروز نظر واخلو، خو نوموړی بیا هم له سلام‌وطندار سره خبرو کولو ته حاضر نه شو.

د روغتیا وزارت ویاند اکمل سمسور د دغه وزارت د هغو کارکوونکو په ډله کې چې د مصطفی شریفي د شاملېدو څرنګوالي په اړه وايي، د روغتیا وزارت د معلوماتو او د بشري سرچینو د ارزونې له مخې، د مصطفی شریفي په ځانګړتیاوو یې کوم کارکوونکی نه درلود.

د نوموړي په وینا، د معلوماتو له مخې، په ۲۰۱۷ کال کې یوازې د روغتیا وزارت پخواني وزیر فېروزالدین فېروز او د بشري سرچینو رییس داوود عظیمي د قابلو په یودېرشم کانګرېس کې د ګډون په موخه کاناډا ته تللي وو. خو سمسور د شهیم او ستانکزي د ګومارلو د څرنګوالي او د فېروزالدین فېروز موسسو ته د قراردادونو د ورکړې په اړه د معلوماتو له ورکولو ډډه وکړه.

د قابلو د ټولنې رییسه زهرا میرزايي وايي چې یوشمېر قابلو په ۲۰۱۷ کال کې د روغتیا وزارت له ادرسه په یاده غونډه کې ګډون کړی و. د میرزايي په وینا، دوی تر اوسه د هغو قابلو د بېرته راتګ او نه راتګ په اړه معلومات نه لري چې د عامې روغتیا وزارت له ادرسه د قابلو په نړیوال کانګرېس کې د ګډون لپاره کاناډا ته تللې وې.

تر دې وړاندې پر پاکستان باندې د لسګونو وېنټولاټورونو پلورل، د کورونا پر وړاندې د مبارزې په مرستو کې فساد او د کورونا پر وړاندې د مبارزې مرکزونو د دستګاوو او درملو د پیسو حیف‌ومیل کېدل د خلکو په منځ کې تر ټولو د بحث وړ او اندېښمنوونکي موضوعات وو.

کلیدواژه‌ها: // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام