Asset 1SWN

تېره يوه شپه او ورځ کې له کورونا ۷ کسان مړه شوي

2020-08-25t000000z_502161141_mt1ltana000ewnigy_rtrmadp_3_afghanistan-asia-coronavirus-covid-19-isolation-mask-middle-east-pandemic-quarantine-p18uw7j6pb6h1wc1e0u4qufgqo7mgr72iq52yxxl04

د عامې روغتیا وزارت وايي، کورونا په تېره يوه شپه او ورځ کې ۷ کسان مړه کړي او ۱۰۶ نور پرې اخته شوي دي. دغه وزارت نن په خپل ورځني راپور کې ویلي، دومره موده کې يې د ۱۲۰۲ شکمنو کسانو نمونې کتلي.

د ياد وزارت په راپور کې راغلي، په همدې موده کې له کورونا ۴۷۲ کسان بېرته ښه شوي هم دي. د راپور پربسټ، تازه پېښې په ۱۲ ولايتونو کې ثبت شوې دي.

د عامې روغتيا وزارت د راپور له مخې، تراوسه په هېواد کې ۲۱۷ زره او ۷۵۲ کسان چې د کورونا شک پرې کېده، کتل شوي دي.

له دې ډلې، هېواد کې د کورونا ویروس له خپرېدو راهیسې ۵۳ زره او ۶۹۰ کسان پر دغه ویروس اخته شوي دي او ۲ زره او ۳۰۸ کسان د کورونا له کبله مړه شوي دي.

همداراز له پيله تراوسه ۴۴ زره ۶۰۸ کسان بېرته روغ شوي دي.

په نړۍ کې بیا تراوسه له ۹۱ میلیونه او ۳۲۸ زره کسان پر کورونا ویروس اخته شوي دي. په دې ډله کې له یو میلیون او ۹۵۳ زرو نه ډېرو یې خپل ژوند بایللی او له ۶۵ميليونه او ۳۳۴ زرو نه ډېر یې بېرته ښه شوي دي.

امریکا، هندوستان، برازیل، روسیه او انګلستان هغه هېوادونه دي چې تر اوسه په‌کې د کورونا تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. امریکا بیا د نړۍ په کچه هغه هېواد دی چې کورونا ترې ډېره قرباني اخیستې ده.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام