د سلام‌وطندار خبریال سرور هاشمي چې نن کابل ښار کې د پوهنې وزارت مخته د ښځو د یوه اعتراض د خبري پوښښ لپاره ورغلی و چې د اسلامي امارت د استخباراتو له لوري نیول شوی او له شپږ ساعت بند وروسته یې بېرته خوشې کړی دی.

سرور هاشمي وايي چې په پوهنې وزارت کې شپږ ساعته تر پوښتنو او ګروېګنو لاندې و. د هاشمي په وینا، له پوښتنو او ګروېګنو سربېره په دغه وزارت کې په یوې کوټه کې د دوه ساعتونو لپاره ساتل شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د سلام‌وطندار خبریال زیاتوي چې د اعتراض سیمې ته د تلو لپاره یې د اسلامي امارت استخباراتو ته وضاحت ورکړ، خو په وینا یې، څرګندونو ته یې پام ونه‌شو او د دې موضوع د شریکولو لپاره چا اجازه ورنه کړه چې د سلام‌وطندار دفتر سره د نوموړي د نیولو خبره شریکه کړي.

هاشمي زیاتوي چې له شپږ ساعته بند، پوښتنو او ګروېګنو او له دې ادارې سره د اسلامي امارت د استخباراتو له پرله‌پسې اړیکو وروسته، خوشې شوی دی.

د سلام‌وطندار د خبر څانګې مسوول ګل‌ محمد ګران د اسلامي امارت د استخباراتو له دې اقدام څخه د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، د خبري پوښښ پرمهال د خبریالانو نیونه د دوی پر رسنیزو کارونو منفي اغېز کوي.

نوموړی له اسلامي امارت څخه غواړي چې د رسنیزو فعالیتونو د مخنیوي پرځای دې له دوی سره مرسته وکړي، څو په هېواد کې د بیان ازادۍ او رسنیو د ودې لپاره ګډې هڅې وشي.

په همدې حال کې د ژورنالېستانو فدراسیون غړی مسرور لطفي اطلاعاتو ته لاسرسی د هر خبریال حق بولي او وايي چې له هر ادرس او د هر چا له لوري د دې بهیر مخنیوی، په ښکاره توګه اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون څخه سرغړونه ده.

نوموړی زیاتوي چې د خبریالانو نیونه، په بند کې یې ساتل او د دغه وضعیت دوام به خبریالان له خپلو کارونو زړه توري کړي او دا چاره به رسنیو ته زیان ورسوي.

د افغانستان د ژورنالېستانو فدراسیون غړی له اسلامي امارت څخه غواړي چې اطلاعاتو ته د لاسرسي لپاره خبریالانو ته اسانتیاوې برابرې کړي او له دوی سره همکاري وکړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

وموغوښتل په دې اړه د اسلامي امارت نظر هم ولرو، خو پرې بریالي نه شو. دا په داسې مهال دی چې د اسلامي امارت ځواکونو تر دې وړاندې هم خبریالان د لاریونونو او اعتراضونو پرمهال نیولي او ځینې یې تاوتریخوالي سره هم مخ شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام