پوهنې وزارت: د نجونو ښوونځیو بیاپرانستل د یوې شپې او ورځې کار نه دی

د پوهنې وزارت مسوولانو نن کابل کې ملت ته د دولت د حساب ورکولو پروګرام په لړ کې یوې خبري ناستې ته وویل چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کوونکو د ښوونځیو پر بیاپرانستلو کار روان دی. نوموړی زیاتوي چې د نجونو ښوونځیو بیاپرانیستل هم د یوې ورځې یا شپې کار نه دی.

د اسلامي امارت د استخباراتو له لوري د سلام‌وطندار د خبريال نيول کېدل

د سلام‌وطندار خبریال سرور هاشمي چې نن کابل ښار کې د پوهنې وزارت مخته د ښځو د یوه اعتراض د خبري پوښښ لپاره ورغلي و، د اسلامي امارت د استخباراتو له لوري نیول شوی و چې له شپږ ساعت بند وروسته یې بېرته خوشې کړی دی. سرور هاشمي وايي چې په پوهنې وزارت کې شپږ ساعته تر پوښتنو او ګروېګنو لاندې و.