په لوګر ولایت کې د کرېکټ بورډ ادارې له لوري د کرېکټ ثبت شویو روزنتونونو ترمنځ د پیل شویو سیالیو  اتلولي د دغه ولایت همت لوبډلې په خپل نوم کړه.

دغو سیالیو چې ۱۵ ورځې یې دوام وکړ او د لوګر ولایت د مرکز پل علم په ګډون د بېلابېلو ولسوالیو شاوخوا ۱۲ رسمي کلبونو پکې ګډون کړی وو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌باڼه وڅارئ

د لوګر ولایت د کرېکټ امر بشیر احمد ساحل وایي چې په لوګر ولایت کې د کرېکټ انټرکلب ۳۰ اوریزو سیالیو کې شاوخوا ۱۲ کلبونو او سلګونه مینوالو ګډون کړی وو چې د انټرکلب سیالۍ پای لوبوې ته همت کلب او یاسر کلب لوبډلې ووتلې.

ساحل زیاته کړه چې لومړۍ توپوهنه د ياسر کلب ترسره کړه او د ټاکل شویو ۳۰ اورونو تر لوبولو وروسته يې همت لوبډلې ته د ۲۲۴ منډو هدف وټاکه، ياسر کلب ته د توپوهنې په برخه کې فضل ۵۸ او فرمان ۵۲ تر نورو ډيرې منډې وکړې .

نوموړی همداراز زیاتوي، همت کلب ته په توپ اچونه کې داوود ۳ سميع الله احساس ۲ ذاهد،مالک،او صابر الوزي د سيالې لوبډلې ۱-۱ لوبغاړی وسوځول.

 په ځوابي توپوهنه کې همت لوبډلې ته  يوسف ځدراڼ ۸۳ او سيد حامد ۴۹ تر نورو ډېرې منډې ترسره کړې او ېاد هدف يې د لوبې په ۲۸ اورو کې ترلاسه کړ.

ياسر کلب ته په توپ اچونه کې حشمت ۲ سميع الله او فضل د سېالې لوبډلې ۱-۱ لوبغاړی وسوځاول، داود احمدزی د درېو لوبغاړو په سوځولو او ۲۵ منډو په جوړولو سره د نننۍ لوبې غوره لوبغاړی ونومول شوو.

د دغه ټورنمنټ تر ټولو غوره لوبغاړی فضل الحق شاهين ونومول شوو چې۲۰۶ منډې او ۹ لوبغاړي سوځولي وو.

 د زېاتو ۳۷۶ منډو جوړونکی لوبغاړی فرمان علي خان او تر ټولو د زېاتو ۱۶ لوبغاړو سوځونکی لوبغاړی حسيب ستانکزی ونومول شوو.

د لوګر ولایت اوسېدونکي او د کرېکټ لوبې مینوال هم خوښ دي چې د افغانستان د کرېکټ بورډ له لوري په لوګر ولایت کې د انټرکلب سیالۍ په بریالیتوب سره پای ته ورسېدې.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دوي همدارنګه د افغانستان له کرېکټ بورډ ادارې څخه غواړي چې په لوګر ولایت کې د کرېکټ لوبو لپاره یو معیاري لوبغالی جوړ کړی او دغه سیالۍ نورو سیمو او ولسوالیو ته هم وغځوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام