بلخ کې ښځينه خبریالانې: وېرې او اقتصادي ستونزو سره مخ یو

د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته چې څه باندې دوه میاشتې کېږي، بلخ کې ښځینه خبریالانې او د رسنیو کارکوونکې بې‌برخلیکه وضعیت، وېرې، اقتصادي ستونزو او خفګان سره مخ دي. دغه ښځې چې پخوا یې بېلابېلو رسنیو سره کار کوه، د طالبانو په راتګ سره اړ شوي چې په کور کښني.

کابل کې د ښځو او مدني فعالانو اعتراض پر تاوتریخوالي واوښت

یوشمېر ښځو او مدني فعالانو نن په کابل کې د امر بالمعروف او نهې‌ عن‌المنکر وزارت مخې ته په را ټولېدو سره هېواد کې د بې‌وزلۍ، اقتصادي ستونزو او د ښځو د کار او زده‌کړو حق په اړه اعتراض وکړ.
دوی چې د کار، ډوډۍ او زده‌کړې په شعارونو ورکولو سره یې لاریون کړی و، د ښځو حقونو ته د پام غوښتنه وکړه.

روسیه: د افغانستان د مسلې حل د ټول‌ګډونه حکومت جوړېدو پورې تړلی

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي‌لاوروف پرون ورځ په مسکو کې د اسلامي امارت، چین، پاکستان، هند او ایران په ګډون د لسو نورو هېوادونو د استازیو په غونډه کې له افغانستان سره د نړیوالو مرستو د دوام غوښتنه وکړه او وویل، د دغه هېواد د مسلې حل د ټوله‌ګډونه حکومت جوړېدو پورې تړلی دی.

د ناټو دفاع وزیران د افغانستان په اړه غونډه کوي

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ ویلي چې د ترهګرۍ او افغانستان په اړه د دغه سازمان د دفاع وزیرانو غونډه نن جوړېږي. ټاکل شوې چې په دغه ناسته کې به له افغانستان څخه د ترهګریزو ګواښونو په اړه بحث او خبرې وشي. د ناټو سرمنشي ټينګار کړی چې دغه سازمان او متحدان به یې طالبان د ترهګرۍ، بشرحقونو او له افغانستان څخه په خوندي توګه د افغان‌همکارانو د وتلو په اړه د خپلو کړیو ژمنو لپاره ځواب ویونکي وي.

همت لوبډلې د لوګر د کرېکټ انټرکلب سیالیو اتلولي وګټله

په لوګر ولایت کې د کرېکټ بورډ ادارې له لوري د کرېکټ ثبت شویو روزنتونونو ترمنځ د پیل شویو سیالیو  اتلولي د دغه ولایت همت لوبډلې په خپل نوم کړه. دغو سیالیو چې ۱۵ ورځې یې دوام وکړ او د لوګر ولایت د مرکز پل علم په ګډون د بېلابېلو ولسوالیو شاوخوا ۱۲ رسمي کلبونو پکې ګډون کړی وو.