د پکتيا مرکز ګردېز ښار چې د سوېل ختيځ زون مرکز دی، د کرېکټ لوبغاړي يې معياري لوبغالی او د سرپټې اکاډمۍ غوښتنه کوي. دوی دا غوښتنې نن ګردېز کې د کرېکټ تمريناتي اکاډمي په پرانيست‌غونډه کې وکړې.

په پکتيا کې شاوخوا پنځه کاله وړاندې د کرېکټ لوبغالي د جوړېدو چارې پيل، خو په غير‌معياري توګه جوړ شوی چې په اړه یې د یاد ولایت لوبغاړو او اوسېدونکو په وار وار شکايتونه هم کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د شکايتونو او سوله‌یيزو لاريونونو وروسته د کرېکټ بورډ ادارې ژمنه وکړه چې په ۱۴۰۰ لمريز کال کې به د لوبغاړو غوښتنې تر يوه ځايه پوره شي.

له دې ژمنو څخه د کرېکټ لومړنۍ تمريناتي اکاډمي جوړول و چې نن پرانيستل شوه، خو لوبغاړي وايي، دوی سرپټې اکاډمۍ ته اړتيا لري. د يادې اکاډمي چارې د روان کال په لومړيو کې پيل شوې وې چې د لوبغاړو لپاره د توپوهنې او توپ اچونې تمريناتي لومړنۍ اسانتياوې برابروي.

د اکاډمي د پرانيستې پر مهال د کرېکټ بورډ عمومي ادارې د پرمختيايي څانګې مسوول فردوس غني وويل، د دې لوبغالي لپاره به د روزونکي، ستونزه حل کړي او لوبغاړي به په مسلکي ډول روزل کېږي. غني وويل، لوبغاړو ته به د انټرکلب لوبو زمينه برابره شي او دا لوبې يې مهمې وبللې.

پکتيا کې د کرېکټ لوبغاړي وايي، دغه تمريناتي اکاډمي جوړولو ته يې اړتيا درلوده، خو له دوی سره ژمنه شوې چې د زون په کچه به د لوبغاړو لپاره سرپټې اکاډمي جوړوي.

د کرېکټ لوبې سیمه‌ییز لوبغاړی نيازولي ځدراڼ وایي چې جوړه شوې اکاډمي یا روزنتون کوچنی دی او په وینا یې دوی سرپټې اکاډمي ته اړتیا لري، څو د ژمي په موسم کې هم دوی په دغه اکاډمۍ کې تمرینات وکړي.

پکتيا کې د کرېکټ بورډ ادارې مشر نيازالله احمدزی وايي، دا مهال د چمن د کرنې تر څنګ، ويشت‌ځای يا پېچونه جوړ شوي او نن يې د تمريناتې اکاډمي پرانيسته وکړه چې لوبغاړي به ګټه ترې اخلي.

احمدزی وايي، دوی د لوبغالي د معيارې کېدو په لوري روان دي او د نندارچيانو د ځايونو لپاره يې هم وړانديزونه شريک کړي دي.

نوموړي زیاته کړه چې هڅه کوي په دغه ولایت کې د کرېکټ لوبې شته استعدادونه رابرسېره کړي او له ملي لوبډلې سربېره په نورو لوبډلو کې د لوبېدو فرصت ورته برابر کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په ورته مهال لوبغاړي وايي، پکتيا کې د کرېکټ د لوبغالي چارې سرته رسېدلې، خو  لا هم د نندارچيانو د ناستې ځايونه، د لوبغاړو د لباس بدلولو خونه او د لوبغالي چمن نه دي جوړ شوي چې لوبغاړي د تمريناتو لپاره نورو ولايتونو ته ځي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام