د پکتیا په مرکز ګردېز ښار کې دوه اوونۍ وړاندې د ۱۲ کرېکټ لوبډلو ترمنځ سيالۍ پیل او نن د سادات لوبډلې په ګټه پای ته ورسېدې. د دغو سياليو جوړوونکي وايي، دا لوبې د خپلواکۍ جام تر سرليک لاندې جوړې شوې وې او موخه یې د کرېکټ په برخه کې د نويو ځوانانو روزل و.

د سياليو جوړوونکي محمدحنيف افضلي سلام‌وطندار ویلي چې دا سيالۍ د پکتيا کرېکټ بورډ ادارې په همغږۍ د ۱۲ لوبډلو ترمنځ دوه اوونۍ وړاندې پيل او نن پای ته ورسېدې. افضلي وايي، د سياليو پای‌لوبې ته د سادات او باور لوبډلو لاره پيدا کړه او پای‌لوبه بیا «سادات» لوبډلې وګټله.

د سلام‌‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پکتيا د کرېکټ لوبغاړي وايي چې دوی لا هم له ډېرو ستونزو سره مخ دي او د کرېکټ مرکزي اداره دې د پکتيا زون ته زياته پاملرنه وکړي. د دوی په خبره، په تېرو شلو کلونو کې د کرېکټ بورډ اداره ونه توانېده چې پکتيا کې د زون په کچه لوبغالی جوړ کړي.

د کرېکټ لوبغاړی فضل‌محمد احمدزی وايي، دوی اوس هم د لوبو لپاره مناسب لوبغالی نه لري او دا لوبې يې په يوه محلي ميدان کې جوړې کړې وې. په پکتيا کې د کرېکټ لوبغاړي میرویس امان وايي، دوی د هېواد په کچه هر کال ډېرې لاسته‌راوړنې لري، خو کرېکټ بورډ ورته پام نه کوي.

هغه ګيله کوي چې د کرېکټ بورډ ادارې ورته پام نه کوي او ډېری لوبغاړي د اقتصادي ستونزو له امله د تمريني لوبو لپاره نورو ولايتونو ته هم نه شي ورتللی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د پکتيا د کرېکټ بورډ ادارې اوسنی مسوول نيازالله احمدزی وايي، په پکتيا کې د لوبو لپاره لوبغالی جوړ شوی، خو د زياتو نيمګړتياوو له امله یې چمن او ځينې برخې بياجوړېږي چې په نږدې راتلونکې کې به د لوبو لپاره چمتو شي.

د پکتيا ولايت ډېری لوبغاړي په ملي او نورو لوبډلو کې لوبېږي، خو تراوسه یو مجهز لوبغالی نه لري. د معلوماتو له مخې، تر دې دمه په پکتیا کې له ۲۰۰ ډېرې لوبډلې جوړې شوې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام