د برښنا شرکت پورونه په ډېرېدو دي

د برښنا شرکت د نشراتو سرپرست احمدمسعود نېکزاد د وارداتي برښنا د پورونو زیاتېدو خبر ورکوي.
نېکزاد وايي، د برښنا شرکت د ایران، ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان شاوخوا ۶۲ میلیونه ډالره پوروړی دی، په داسې حال کې چې دغه شرکت یوازې ۵۰ میلیونه ډالره بودیجه لري.

د پاسپورټ ریاست خپل فعالیت بیا پیل کړ

د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د رسنیو برخې مسوول سعید خوستي نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، سر له نن څخه به د پاسپورټ ریاست خپل فعالیت پیل کړي.

ښوونکي: معاشونه مو راکړئ او نجونې زده‌کړو ته پرېږدئ

نن د تلې یا میزان ۱۳مه په هېواد کې د ښوونکي له ملي ورځې سره برابره ده. سږکال دغه ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي چې هېواد کې د نوي حکومت په راتلو سره ګڼ‌شمېر خلک په ځانګړې توګه ښوونکي له ګڼو  اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. ښوونکي د اسلامي امارت له چارواکو غواړي چې هر څه ژر معاشونه او نور امتیازات ورکړل شي.

داعش ډلې د عیدګاه جومات مخته د چاودنې مسوولیت پر غاړه اخیستی

د اسلامي دولت نومي ډلې یا داعش دوه ورځې وړاندې د کابل ښار د عیدګاه جومات دروازې مخته د شوې چاودنې مسوولیت منلی دی. د اعماق خبري اژانس چې داعش پورې اړوند خبرونه خپروي، راپور ورکړی چې په دغه ځانمرګي برید کې یې لسګونه «طالب ملېشې» وژلي او ټپیان کړي دي.