د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د رسنیو برخې مسوول سعید خوستي نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، سر له نن څخه به د پاسپورټ ریاست خپل فعالیت پیل کړي.

هغه وايي، لومړی هغو کسانو ته پاسپورټ ورکول کېږي چې لپاره یې نوملیکنه کړې وي یا یې هم د پاسپورټ اخیستو پروسه مخې ته وړې وي. د نوموړي په وینا، د هېوادوالو د ستونزو حل او د هغوی د بېړنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره به د پخواني حکومت پاسپورټونه ووېشي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خوستی زیاتوي، د نوم، لوګو او نورو مشخصاتو په اړه چې باید پاسپورټ کې درج شي، بحثونه روان دي او د اسلامي امارت مشران به ډېر ژر په دې برخه کې پرېکړه وکړي.

له هغه وروسته چې اسلامي امارت د روان لمریز کال د زمري میاشتې په ۲۴مه پر کابل واکمن شو، د پاسپورټ ریاست په ګډون، د ټولو دولتي ادارو فعالیت وځنډېده.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د پاسپورټ ریاست د مسوولانو په وینا، لومړی به هغو کسانو ته پاسپورټونه ووېشي چې مخکې یې لپاره نوملیکنه کړې او تر هغه وخته چې دا شمېر نه وي پوره شوی، نوي کسان نه شي کولای د پاسپورټ لپاره نوملیکنه وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام