پکتيا کې د وسلوالو طالبانو او حکومت ترمنځ د جګړې له امله د ملکيانو ژوند له ستونزو ډک او په ځينو سيمو کې د دواړو لوریو د نښتو له امله ډېری وخت ملکیان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د تېرې شنبې ورځې ماښام ناوخته د سيدکرم ولسوالي يوې کورنۍ غوښتل د جګړې له وېرې له کلي د ګردېز ښار ته پناه یوسي، خو له دې ناخبره چې مرګ به یې د ژوند پور ورپرې کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په سړک کې د طالبانو له لوري خښ شوی ماین د یادې کورنۍ د سورلۍ پرموټر چاودنه کوي او له څوارلس کسیزې کورنۍ یوازې دوه ټپي ماشومان ژوندي پاتې کېږي او پاتې ۱۲کسان په دې چاودنه کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د معلوماتو پربنسټ د یادې کورنۍ دوه ژوندي پاتي لس کلن شاهدالله او د پنځه کلنې ارزو روغتیايي وضعیت ښه دی او له رغتون څخه رخصت شوي دي.

د دغې کورنۍ د وژل شوي کس يو ورور نورجان، په ژړغوني غږ د روغتون په عاجل خونه کې سلام وطندار ته وويل، د ورور کورنۍ یې د سړک غاړې ماين تباه کړه.

هغه زیاته کړه: «تېره ورځ مازديګر په ولسوالي کې امنيتي حالات خراب و، دوی غوښتل زما پلار، وروڼو، مور ټول ۱۴ کسان وو، د کور دروازه یې بنده کړې وه موټر کې سواره و، له سړک نه موټر ښکته کېده موټر ماين وهلی و ۱۲ کسان شيهدان، يو مې وراره او بله مې ورېره ده همدا دوه پاتې دي.»

نورجان وايي مور او پلار یې هم له ورور سره اوسېدل چې په یاده پېښه کې وژل شوي دي. نوموړی زیاتوي چې دی له خپلې کورنۍ څخه جدا دی او اوس په خوست ولایت کې اوسېږي.



پکتيا کې تر دې وړاندې هم ورته پېښو د ملکي وګړو ژوند اخیستی دی. دا مهال د زرمت ولسوالي، تر څنګ د ګردېز اړوند د ابراهيم‌خېلو، سيدکرم ولسوالي د ډېری کليو لارو کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو مخنیوي په موخه د وسله‌الو طالبانو له لوري ماینونه خښ کړل شوي دي.

د سيدکرم ولسوالي د چينو کلي اوسېدونکی عزت ګل، چې شنبې ماښام پېښه هم د دوی په کلي کې شوې سلام وطندار سره خبرو کې وويل، جګړو يې ژوند تريخ کړی او څوک نه شي کولای له کليو څخه ووځي، نوموړی له طالبانو او حکومت غواړي چې د خلکو د ژوند د خونديتوب لپاره اوربند وکړي.

هغه زیاته کړه: « سيدکرم ولسوالۍ کې وضعيت داسې ده، چې څوک ژوند نشي کولی، ځکه عام خلک دومره په تنګ شوي چې ټول سړکونه يې ماينونه کړي دي، هيڅ چاره نشته دا خلک چېرته ولاړ شي، موږ له دواړو لوريو غوښتنه ده چې جنګ ودروی يا خلک ته لاره ورکړئ، اخېر د ژوند حق لري که نه يې لري؟ دا خلک ژوند کوي او که نه؟»

د پکتيا د مدني ټولنو غړي، اوسنی وضعيت اندېښمنونکی بولي او وايي د جګړې لوري د ملکيانو ژوند ته پام نه کوي.

مدني فعال عبدالله احمدزی وایي چې په ټوله پکتیا کې همدا وضعیت روان دی او عام خلک په جګړه کې راګېر دي او هر کله چې څوک غواړي له خپلو سیمو امنو ځایونو ته د تلو هڅه وکړي، له ورته برخلیک سره مخ کېږي او په سړک د خښ شوي ماینونو ښکار ګرځي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د پکتيا ولايتي مسوولان وايي، هڅه کوي چې په عملیاتو کې د ملکيانو ژوند خوندي وي او زیاتوي چې د همدې لپاره عملیات په ورو تر سره کوي.

د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي سلام وطندار ته وایي، په جګړو کې له زيانمنو شویو کورنیو سره نغدي او د خوراکي توکو مرستې کوي.

هغه وویل: «د جګړې د زيانمونو سره بېلا بېلو برخو کې همکاري کوو، هغه کورنيو ته چې د شهادت د کتابچو ضرورت وي او مستحق يې وي، هغوی ته د شهيد کتابچه جوړو، په لومړي سر کې هم همکاري کوو، د اکرامې پيسې يو څه وخت ځنډېدلې وې، هغه پيسې ورکوو، د خوراکي توکو تيار امکانات لرو، د کورنۍ وضعيت ته ګورو، موږ په دې برخه کې ډېر تش لاسي نه يو.»

په افغانستان کې د شاهدالله او ارزو په څېر ډېر داسې ماشومان شته چې جګړو د مور او پلار له الاهي نعمت څخه بې برخه کړي دي.

دا دواړه ماشومان لا هم د خپل مور او پلار او د کورنۍ د نورو غړو له مرګه خبر نه دي او دوی به په دې هیله وي چې کله به یې مور او پلار د بچو په نوم ور غږ کړي، هغه هیله چې نه پوره کېدونکې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام